کور / شعر / دژمي لمر

دژمي لمر

زما دژمي لمره
ته چې له کلي ولاړې
حجره خالي
مجلس بې رنګ
جرګه بې خونده
ورېځې په کور شوې تاوې
زما دژمي لمره
ته چې له کوره ولاړې
کورګى ويجاړ
خونه مې ورانه شوله
مينې مې اور واخيسته
زړه مې
يو وران کنډر شو
! زما دژمي لمره
نه چې له ما نه ولاړې
شونډې مې وچې
زړګى مې مات
ځواني په شا شوه راته
سترګو خپرې کړې تيارې
زما دژمي لمره !
ته رانه ولې ولاړې
ته چې له ما نه ولاړې
ژوندون مې ولاړ
زړه بې درزا
مينه نيمګړې پاتې
خاطر مې پاڼې پاڼې
زما دژمي لمره
ته رانه ولې ولاړې
دا بې له تا له کوره
تش د شمال غږ راځي