سینګار

سعيد لودين | اپریل 3rd, 2010


محبوبې ښه سینګار دې کړی دی
صنمې اور دې لګولی دی

ځان به له تا سره اشنا کرم
تل به دې قدر په رښتیا کړم

ګلې زړګی دی رانه وړی دی
صنمې اور دې لګولی دی

له خمارو سترګو دې جار شم
کړم افتخار چه زه دې یار شم

څه شین ټکری دې اچولی دی
صنمې اور دې لګولی دی

دا افغاني ستا خدمت ګار دی
د تورو سترګو خریدار دی

دا خوږ زړګی دې پرې چولی دی
صنمې اور دې لګولی دی

Copyright Larawbar 2007-2024