د وخت مدیریت
غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت څخه د ۸۰ سلنې کارونو د ترسرو کولو لپاره استفاده وکړئ. د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو کارونو په ځانګړولو پورې تړلی دی. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده چې د وخت مدیریت ځینې مهمې تګلارې تاسو ته در وپېژنو.
د وخت د مدیریت له نظره کارونه په څلورو برخو وېشل شوي دي
- مهم او سملاسي کارونه: دا کارونه پخپله ترسره کېږي
- مهم او غیر سملاسي کارونه: داسې ډول کارونه دي چې بریالي او غیر بریالي وګړي سره بېلوي او معمولاً نا بریالي وګړي د هغو ترسره کول ځنډوي.
- سملاسي او غیر مهم کارونه: دا کارونه د انسان د موخو په جهت کې نشته خو ترسره کېږي.
- کم ارزښته او غیر اړین کارونه: ځینې وګړي د مهمو او سملاسي کارونولپاره د ځواک په نه لرلو سره (کله د ساتېرۍ او کله د حواسو له تمرکز څخه د تښتې لپاره) ځانونه په دې کارونو لګیا کوي.
د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو او غیر مهمو کارونو په ټاکنه پورې تړلی دی، نو د بریالیتوب لپاره:
1. له غیر مهمو کارونو څخه صرف نظر وکړﺉ.
2. کارونه د لومړیتوب له مخې ترتیب کړﺉ.
3. د وخت لوټماران وپېژنی.
4. د وخت د رامنځ ته کولو لارې زده کړﺉ.
د وخت لوټماران
- کم ارزښته خبرې
- نا بللی مېلمه
- د کم ارزښته او غیر اړينو مطالبو مطالعه
- د مطالعې ناسمې لارې او عادات
- مزاحم او غیر اړين ټلفونونه
- د کاري انظبات نه لرل
- په تصمیم نیونه کې ټنبلي او بې اراده توب
- د کار پرېښودل سبا ته.
- په ځای نه غوښتنو ته د نه ویلو وړتیا نه لرل
- د حسونو د تمرکز نه لرل
- د نن او صبا کړلو عادات
- له ماتې څخه وېره
د وخت د رامنځ ته کولو لارې
1. د مړه وخت ژوندي کول ( د بېلګې په توګه هغه وخت چې په انتظار کې یې تېروو، هغه وخت چې په میلی بس کې یو).
2. په وخت سره د کارونو ترسره کول.
3. د خوب د وخت تنظیمول.
4. د تفریح په وخت باندې ډېر کنټرول.
5. غیر مهمو غوښتنو ته «نه» ویل.
6. د غیر مهمو کارونو شا ته اچول.