د علومو د اکاډمۍ د پښتو څانګې ته وړانديز

سعيد لودين | جون 11th, 2010




په افغانستان کې له کاملاً محو کیدو نه د پښتو ژبې د ژغورلو آو د هغې د اوسني  ناوړه حالت د ښه کولو د پاره ټولو افغانانو آو مخصوصاً د علومو د اکاډمۍ د پښتو څانګې درنو مسؤلینو ته ځنې وړاندیزونه 
 


I  – ننني بد حالت ته د پښتو ژبې د رسیدلوعوامل
 


څرنګه چه په عمل کې لیدل کیږي پښتو ژبه دا زمونږ ډیر ستر ملی، تاریخی آو فرهنګی میراث هم په افغانستان آو هم په پښتونستان کې په ډیر بد حالت کې ده. په افغانستان کې د دری ژبې آو په پښتونستان کې د اردو ژبې تر تأثیر آو سیوری لاندې ده آو که د هغې د ژغورلو د پاره ډیر دقیق، هدفمند آو یرغلیز کار و نه شی نو هماغه د ملګرو ملتونو د یونسکو د سازمان ارزنه به رښتیا شی چه ویلی یې دي «پښتو ژبه د نړۍ په هغو پنځه لسو ژبو کې شامله ده چه په راتلونکو پنځوسو کلونو کې یې د له منځه تللو آو له استعمال نه د لویدلو امکان شته».


دې بد حالت ته د پښتو ژبې د را رسیدلو مسؤلین په لُمړي سر کې په خپله پښتانه دي آو نه نورقومونه،


(البته اوس نور هم په دې پروسه کې خپله ونډه ادا کوي). دا پروسه په څه شکل عملی شوې آو عملی کیږي:


1 – د افغانانو له دوه سوه کلنې در په درۍ (1505 – 1709) وروسته کله چه پښتنو مشرانو په 18 پیړۍ کې خپل ملی دولتونه جوړ کړل، فکر کوم د دې نویو دولتونو اساس آو بنیاد دې نه په پښتو بلکه په فارسی ژبه ایښودل شوی وي. د دې خبرې دلیل دا وه چه د دې افغان ملی دولتونو بنسټ په کندهار آو هرات کې کښیښودل شو چه تر هغه د مخه دواړه د ایران تر حاکمیت لاندې وه آو دفتری ژبه یې فارسی وه. له یوې خوا دا پښتانه مشران دې  باریکۍ ته نه دی متوجه شوي آو له بلې خوا زه متیقنه نه یم چه په پښتنو کې به چه د ایرانیانو آو د هند د لویو مغولانو یوه ډیره اوږده د استعمار دوره یې تیره کړې وه دومره با سواده آو کار پوه خلک موجود وه چه خپل ټول دولتی سیستم به یې په پښتو ژبه جاری آو مخکې بوولای وای، نو ځکه د دې نویو دولتونو ټولې دفتری چارې به په فارسی ژبه پیل شوی وی آو دا سلسله لا تراوسه پورې روانه ده.


2 – په 1773 کې د دُرانی تیمور شاه په ذریعه له کندهار نه کابل ته چه یو دری ژبی ښار وه د پلازمینې لیږدول په پښتو ژبه باندې یو بل ډیرکلک ګوذار وه چه فکر کوم له دُرانیانو وروسته  بیا تر محمد داؤد خانه پورې د محمد زایو د کورنۍ واکمنان هیڅ یو په پښتو ژبه نه پوهیده (نه یې لیکنه کړی شوه آو نه خبرې).


په پښتو ژبه مخصوصاً د محمد زایو د کورنۍ د وروستیو واکمنانو نه پوهیدل دا ژبه تقریباً د افغانستان له رسمی، دولتی، فرهنګی، علمی، نظامی، قضایی آو دفتری صحنوڅخه کاملاً و ایستله آو دری ژبه یې جانشینه شوه.


3 – په نولسمه پیړۍ کې د انګریزانو د درې ډیرو ناروا تیریو آو درې بیا لا پسې ډیرو ناروا تحمیلی آو استعماری تړونونو يا موافقه لیکونو په نتیجه کې د افغانستان یوه زیاته برخه له هغه نه جلا شوه چه اوسیدونکي یې پښتانه وه. وروسته بیا په 1947 کال کې کله چه انګریزی استعمارګران مجبور شول له منطقې نه ووځي  د خپلو راتلونکو استعماري، سیاسي، آقتصادي آو استراتیژیکو اهدافو د پاره یی د یوې سترې استعماري دسیسې په ترځ کې په افغان نیول شویو خاورو آو د هند د خاورې په یوه برخه کې د پاکستان په نامه یو نوی دولت جوړ کړ(استعمار ګرانو له خپلو وتلو سره افغان نیول شوې خاورې باید بیر ته د هغه اصلي مالک افغانستان ته ور تسلیم کړې وی چه دا کار یی و نه کړ).


په دې نوي جوړ شوي دولت کې اردو ژبه په پښتنو باندې په زور تحمیل شوه حتی تر دې حده پورې چه په لمړنیو ښوونځیو کې هم پښتنو زده کوونکو ته په پښتو ژبه د زده کړې اجازه نه شته. اردو ژبه د پښتنو په سیمو کې د یواځنۍ رسمی، دفتری، علمی آو فرهنګی ژبې په حیث حتمی آو پښتو ژبې ته د کاملاً له بینه تللو خطر متوجه شو.


4 – په ملی بنسټ باندې د مختلطو ودونو په نتیجه کې متأسفانه په افغانستان کې معمول شوه چه کله یوه دری ژبې ښځه یوه پښتانه کور ته ور واده شوه د هغې اولاد آو میړه خو لا څه کوې بلکه هغه ټول پښتون فامیل ور سره دری ژبی شي، مګر بر عکس که یوه پښتنه ښځه دری ژبي فامیل ته ور واده شي هغه دغسې تأثیر نه شي اچولی آو پخپله هم دری ژبې شي.


5 – د افغانستان پښتانه واکمنان، لوړ پولي چارواکي، پوهان آو حتی هنر مندان خپلې ویناوې، لیکنې، علمی آو ادبی آثار آو هنری لاس ته راوړنې متأسفانه یا تنها یا اکثراً په دری ژبه کوي.


د مثال په توګه ظاهرشاه د خپلې ډیرې اوږدې واکمنۍ په ترځ کې هیڅ کله په پښتو ژبه و نه غږید آو یا یو ډیر تازه مثال- د افغانستان اوسنی د دفاع وزیر عبد ا لرحیم وردګ چه هیڅ کله په پښتو ژبه نه ده غږیدلی آو نه غږیږي. حتی دی دومره بی عقله آو کَودن دی چه په هلمند آو کندهار کې چه خلک یې ډیر کم یا هیڅ په دری ژبه نه پوهیږي، خلکو ته په دری ژبه غږیږي.


6 – حتی د پښتنو د اوسیدلو په اکثره سیمو کې په دولتی ارګانونو کې دفتری چارې په دری ژبه په مخ بوول کیږي آو د دولتی ادارو، تعلیمی مؤسساتو، آو شخصی هټیو لوحې په دری ژبه دي. 
 
 


II – د حل د لارې د پاره وړاندیزونه
 


1 – د افغانستان په هغو ټولو سیمو کې چه اوسیدونکي یې د پښتو ژبې ویونکي نه دي د پښتو ژبې زده کړه ښایي له لُمړی ټولګی نه (نه له اووم ټولګی نه) د ډیر یوه مهم آو اساسی مضمون په حیث چه اقلاً هره ورځ 1 – 2 ساعته درس و لری  تطبیق شي.


2 – په پلازمینه کابل کې دې په ټولو لُمړنیو آو منځنیو ښوونځیو کې د دری ژبې په اندازه د پښتو ژبې ټولګي ایجاد شي چه د ټولو مضامینو درس پکې تنها په پښتو ژبه وی.


3 – د پلازمینې په ټولو دولتی آو شخصی عالی، مسلکی آو خصوصی  تعلیمی مؤسساتو لکه د کابل په پوهنتون، نورو پوهنتونونو، انستیتوتونو، دارا لمعلمینونو، حربی پوهنتون، د پولیسو په اکاډمۍ آو داسې نورو کې دې د 50٪ مضامینو درس په پښتو آو د 50٪ نورو مضامینو درس دې په دری ژبه حتمی شي (تر اوسه په دې ټولو تعلیمی مؤسساتو کې درس 100٪ په دری  ژبه ده چه همدغه موضوع د ټولو مشکلاتو آو پروبلمونو اساس دی ځکه د هیواد ټول  فارغ شوي مسلکی آو علمی کادرونه تنها په دری ژبه پوهیږي آو په پښتو نه پوهیږي).


4 – د ملی اردو آو ملی پولیسو په ټولو قطعاتو کې دې د 50٪ مضامینو درس په پښتو ژبه آو د 50٪ مضامینو درس  په دری ژبه تطبیق شي آو د سوق آو ادارې آو قوماندې سېستم دې تنها آو تنها په پښتو ژبه شي. تر اوسه پورې متأسفانه د اردو  آو پولیسو په ټولو قطعاتو آو تعلیمی مؤسساتو کې درس، سوق آو اداره، تعلیمنامې، اصولنامې آو درسنامې تنها په دری ژبه دي.


5 – په پښتو ژبو ولایاتو کې دې مکتوب لیکنه آو دفتری کارونه تنها آو تنها په پښتو ژبه تطبیق آو په پلازمینه آو نورو ولایاتو کې دې هم په وسیع ډول په پښتو ژبه معمول شي.


6 – د افغانستان قضایی آو حقوقی سیستم تنها په دری ژبه عیار شوی دی، ټول قضایی آو حقوقی اسناد د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تنها په دری ژبه جوړیږي آو د څارنوالۍ آو پولیسو ارګانونه هم  له مُجرمینو آو مظنونینو نه تحقیق تنها په دری ژبه تر سره کوي. دې وضعې ته باید خاتمه ور کړه شي، په پښتو ویونکو ولایاتو کې دې دا سیستم تنها په پښتو ژبه عیارآو د قضایی اسنادو نمونې دې په دې ژبه برابرې آو و لیکل شي آو په پلازمینه آو نورو ولایاتو کې دې هم تعمیم شي.


7– په ټول افغانستان کې د ټولو دولتی ارګانونو، خارجی، علمی آو شخصی مؤسساتو آو هټیو آو سرکونو لوحې دې په حتمی شکل تنها په پښتو ژبه وي. پښتو ژبه زمونږ د ملی هویت مُعَرِف ده، په ایران کې ټولې لوحې تنها په پارسی، په ترکیه کې تنها په تُرکی آو په پاکستان کې تنها په اردو ژبه دي، په افغانستان باید په پښتو ژبه وي.


8– کوم دولتی مامورین له لوړ نه تر ټیټ پورې چه په پښتنو ژبو سیموکې مقرریږي باید حتماً ډیر ښه په پښتو ژبه پوه شي.


9– هغه دولتی مشران، لوړپولی آو نور مامورین آو د پارا لمان وکیلان دې چه د پښتو ژبې بومي ویونکي وي مجبور کړی شي چه په غونډو، جلساتو آو ټولنو کې دې خپلې ویناوې تنها آو تنها په پښتو ژبه واوروي آو په دې ژبه دې و غږیږي. هغه څوک چه له دې قاعدې نه سر غړوي آو یا یې و غړوي باید فوراً د علومو د اکادمۍ د محترمو غړو له خوا ور سره تماس و نیول شي، قناعت دې ور کړل شي آو حتی مجبوره دې کړل شي چه په پښتو ژبه و ژغیږي لکه  د مثال په توګه د دفاع وزیر رحیم وردګ.


10– هغه پوهان، لیکوالان آو هنر مندان دې چه مورنۍ ژبه یې پښتو ده قانع آو مجبورکړی شي چه خپل علمی آو هنری لاسته راوړنې دې په پښتو ژبه و کړي.


11 – د جَمعی اطلاعاتو وسایلولکه تلویزیون، رادیو، اخبار، مجلو، سینما آو نورو ته دې ډیره پاملرنه و شي. په افغانستان کې د دې وسایلو د خپرونو زیاته برخه متأسفانه په دری ژبه ده چه باید برعکس په پښتو ژبه وای. په دې لاره کې ډیر دقیق کار په کارده ځکه هیوادوال هره ورځ له دې خپرونو نه استفاده کوي.


12 – د هغو افغان دیپلوماتانو له پاره چه له هیواد نه بهر مقرریږي باید د پښتو ژبې پوهه حتمی وي آو که یې دا ژبه نه وی زده مقرر دې نه کړی شي. له تقرر نه مخکې دې له دوی نه د پښتو ژبې امتحان واخستل شي آو تر هغو دې مقرر نه شي چه هغه یې نه وی زده کړی. تر اوسه پورې په ټولو افغان سفارتونو آو دیپلوماتیکو مراکزو کې تنها دری ژبه معمول ده آو که کوم سفارت یا قونسلګرۍ ته مراجعه یا تلفون وشی آو د سفارت له کوم مامور سره په پښتو ژبه مفاهمه آو مکالمه و شي، ځنې یی ډیر سخت په غصه کیږي آو داسې حساسیت آو عکس العمل ښیي چه ګوا کې ته په کومه ډیره بیګانه ژبه ور سره غږیدلی یې.


13 – کله چه د پښتونخوا په مورد کې د جمعی اطلاعاتو په وسایلو کې کوم خبر یا مطلب خپریږي آو یا لیکل کیږي نو داسې باید و نه لیکل آو و نه ویل شی چه مثلاً «د پاکستان په ملکڼد اجنسۍ کې داسې پیښ شول» بلکه و دې ویل شي چه «د پښتونستان په ملکڼد اجنسۍ کې داسې پیښ شول» یعنی د پښتونخوا د پاره دې د پښتونستان کلمه په افغان ادبیاتو کې معموله آو عامه شي.


14 – کله چه په ملګرو ملتونو کې افغان استازی بیانیه ور کوي آو یا کوم افغان واکمن آو یا نور مشران له هیواد نه بهر سفر کوی دوی باید په رسمی محافلو کې تنها آو تنها په پښتو ژبه بیانیې ور کړی آومفاهمه دې وکړي.


15 – له هغو ټولو افغانانو نه چه په خټه پښتانه دي آو پښتو ژبه یی نه ده زده په ډیردرناوي سره هیله کیږي چه خپله ژبه دې زده کړي. زه ډیر زیات پښتانه پیژنم چه فامیلی نومونه یی پښتو مثلاً صافی ، بارکزی آو داسې نور دي مګر له ډیرې زیاتې خواشینۍ آو تأثر سره چه پښتو ژبه یی نه ده زده.


مونږ ټول باید له دغو پښتنو سره چه خپله ژبه یې نه ده زده مرسته و کړو آو کوشش و کړو چه هغوی پښتو زده کړي. ډیره آسانه لار یې دا ده چه له دوی سره تنها په پښتو ژبه خبرې آو محاوره وشي آو که دوی دې کار ته نه حاضریږی په غیر مستقیم شکل دې مجبور کړل شي.


16 – هغه ټول افغانان چه د پښتو ژبې ویونکي دي مګر میرمنې یې د نورو ژبو ویونکې آو یا بهرنیانې دي آو د میرمنو آو اولادونو یې پښتو ژبه نه ده زده همدا اوس دې همت و کړي آو له میرمنو آو اولادونو سره دې په پښتو ژبه غږیدل شروع کړی آو قاطع تصمیم دې و نیسی چه هغو ټولو ته پښتو ور زده کړي (لا هم نه ده نا وخته شوې، ماهی چه هر وخت له اوبو ونیسې تازه وي).


17 – هغه د پښتو ژبې ویونکې انجونې چه د نورو ژبو له ویونکو یا بهرنیانو سره واده کوی باید له همغې لُمړۍ ورځې له خپل نامزاد آو مخصوصاً له خپلو اولادونو سره تنها آو تنها په پښتو ژبه و ګړیږي آو خپل د هستوګنې په نوي ماحولآو محیط دې هماغسې تأثیر واچوی لکه دری ژبې انجونې یې چه اچوي.


تجربې ښودلې ده چه د دری یا نورو ژبو زده کول ډیر ساده دي آو هر وخت کیدلای شي مګر که پښتو ژبه له همغه لُمړی سر نه خطا وته بیا یې زده کول ګران دي.


18 – افغان چارواکي آو مخصوصاً د علومو د اکاډمۍ درانه مسؤلین باید په پښتونستان کې هم له ځایي چارواکو آو له پاکستانی چارواکو سره په تماس کې شي څو د پښتونستان په ټولو علاقو کې زده کړه په ټولو قدمو کې آو دفتری چارې په استثنایی شکل تنها آو تنها په پښتو ژبه په مخکې بوتلل شي.  


باید یوه مطلب ته ډیر ښه متوجه شو چه مونږ ته د افغانستان ټولې ژبې خپلې آو ګرانې دي، دلته هیڅ رنګه د تعصب آو دوه رنګۍ موضوع نه شته. ځنې افغانان عادت لري چه که دې کله د پښتو ژبې د حالت د ښه والی د پاره څه و ویل آو یا دې و لیکل، حتی که دې په کومه غونډه کې په پښتو ژبه وینا و کوله دستي يوه ټاپه در باندې و هی آو د (پښتونیست) په نامه دې یادوي. پښتونیزم نه کومه ایډیولوژی ده آو نه کوم سیاسی مکتب، دا صرف د افغانستان د ورونو خلکو د وحدت دښمنان دي چه دا رنګ تبلیغات کوي، مګر څرنګه چه د افغانستان د دوو رسمی آو دولتی ژبوله جملې نه پښتو ژبه په ډیر بد حالت کې ده آو له استعماله د لویدلو آو له منځه تللو خطر یی موجود ده، دا د مونږ هر یوه افغان ملی وظیفه ده چه د هغې د نجات آو لا ودې له پاره ډیره زیاته هڅه آو تلاش و کړو. 


ځما دا وړاندیزونه ټولو افغانانو آو په تیره بیا هغو ته متوجه دي چه د پښتو ژبې بومي ویونکي دي. 
 د افغانستلن د علومو اکاډمۍ آو مخصوصاً د هغې د پښتو څانګه له حقوقي موضع نه باید د دې وړاندیزونو په تطبیق آو د لارو چارو په لټولو کې خپل مسؤلیت آو خپله ونډه ادا کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024