كندهار ته د ولسمشر حامد كرزي د ورتګ جزيات
نن چي دافغانستان ولسمشر حامد كرزي كندهارته تللي وو هلته په قندهاركي دده دورتګ په سبب ډيرسخت امنيتي ترتيبات نيول شوي وو لاري ټولي بندي وي دڅوساعتونو لپاره حتي دښار دننه دشهيدانو دچوك نه ترميرويس روغتون پوري لاره بنده وه هرموټردرول كيده تلاشي پكي كيده دكابل شاه په شااوخوكي چي كوم دفترونه وو هغه ته هم ددفترونوموترونه نه پرښودل كيدل پياده هم خلك دمشكلاتوسره مخامخ وو.
ښاغلي حامد كرزي په قندهاركي دمنډيګك په ماڼي كي دكندهار دقومي مشرانويوي لوي ډلي ته خپله وينا واوروله خلكوته يي لكه دپخواپه شان وعدي وركړي دكندهارداميد په نامه دپيل كيدونكو عملياتوپه اړه يي خبري وكړي اودخلكونه يي دسوال په ډول پوښتنه وكړه چي ايا ورسره راضي دي كه نه خواكثريت خلكووويل چي مونږ ورسره رضايت نه لرو ده هم ورته وعده وركړه چي ترځوچي ستاسو رضا نه ور شوي داعمليات به نه ترسره كيږي .
همدارنګه د ملكي تلفاتو په كموالي يي خوشحالي ځركنده كړه اودناټواوسني رول يي وستايه او ويي ويل چي ناټوپه خپلو عملياتوكي اوس كمبود راوستلي دي.
ددولت په مخالفينويي يوځل بيا غږ وكړو چي دسولي دبهيرسره يوځاي شي اووسلي په ځمكه كيږدي مګر دده دخبرونه يوه خبره معلوميده چي ده وويل هغه كسانوته به عفوه ونه شي چي خلك يي وژلي دي ، بمونه ايږدي اوترورونه كوي.