کور / کیسه / په وړو لاسونو

په وړو لاسونو

درې سوه درې (سې سد سې) موټر يوه لوى سراى ته ورتاو شو، له تاوېدو سره يي سم يو غټ هارن هم وکړ ، هارن دومره تېز و چې ان زما غوږونه يي راوتخنول ، موټر سراى ته ننوت او يوه څنګ ته ودرېده ، په موټر کې سپرو خلکو په کوزېدو پيل وکړ ، ما هم د کوزېدو تابيا ونيوه خو چې کله مې څپلۍ پر پښو کولې ؛ پښو ته نه راتلې ، ځکه چې پښې مې د اوږده مزل کولو نه پړسېدلي وې ، خو اخر مجبور وم څه مې کړي وى بله لار نه وه نو ځکه مې لږ څه زور او لږ څه چل ورسره وکړ تر نيمايي مې پښې ورننه ايستې.

له چوکۍ پورته شوم ، راسره بکس مې اوږې ته واچوه او لاندې راکوز شوم . لاندې مې د لارې ګرد له ځانه وڅانډه، ويښتان مې يو څه سره سم کړل ، حمام ته خو ځکه نه لاړم چې يو خو ډېر ستړى وم او بل ماښام و.

د سراى نه د سرک غاړې ته راووتم ، يوې رکشې ته مې لاس ورکړاو هغه هم ودرېده ، لومړۍ مې کوڅه وروښوده او بيا مې له پيسو ورته وويل: چې هغې ځاى ته څو روپۍ غواړې؟

رکشې ولا وويل: زر تومانه

ما ورته وويل: ياره! دا خو بيخي ډېرې دي دومره لرې ځاى خو نه دى…………رکشې ولا مې خبرې پرې کړې ، له دې نه کم نه کيږي. زما سر هم راباندې دروند و هېڅ مې ورسره ونه ويل همداسې ترې روان شوم او ماته زر(١٠٠٠)تومانه بيخي ډېرې پيسې ښکاره شوې ، ځکه چې زه د ايرانيو پيسو سره هېڅ روږدى نه وم،نو هغه د چا خبره چې خپلو پښو ته مې غواړي وکړل او سيده مې د حبيب د کور لار ونيوه.

د حبيب کور دومره لرې نه و خو هسې زما وار خطا و ، نيم ساعت وروسته هلته ورسېدم،ور مې ټک،ټک کړ، څو شيبې وروسته چې مې کتل حبيب راووت. زه يي چې وليدم نو ډېر خوښ شو ، روغبړ مو سره وکړ، د روغبړ کولو نه وروسته دى د مخه او زه ورپسې کورته ننوتو.

مونږ چې د روغ او رنځور پوښتنې سره خلاصولې د چلمچۍ او کوزې ساز واورېدل شو ، که رښتيا درته ووايم دا ساز ډېر خوږ راباندې ولګېده ځکه چې ډېر وږى وم.کله چې ډوډۍ وخوړل شوه ، نو د حبيب زړه و چې نور ياران راوغواړي او بنډار ګرم کړي خو ما دې کار ته پرېنښوداو ورته مې وويل: الکه (هلکه) ماته ځاى اوار کړه چې ډېر ستړى يم.

حبيب په مسخرو راته وويل: لکه چې تش د خوب راوړى دى………مايي د خبرو لړۍ پرې کړه، ظالمه! د اوږده مزل له لاسه بيخي ټوک،ټوک يم،دادى اوس هم کله ، کله ځمکه راپسې روانه شي ، نه پوهېږم چې سر راباندې ګرځي که بلا……….حبيب وويل : ښې بهانې د زده دي،دې همدې خبرې په کړو سره ولاړ شو او ځاى يي راته اوار کړ،ما هم يو، دوه په کې ونه ويل لاړم اوږدې پښې وغځېدم.کله چې ويده شوم نو هغه د ورځې ټولې تېرې شوي پېښې مې يوه،يوه په خوب ليده،چې له هغو پېښو يوه پېښه د کندهار دلايت د پنجوايي په ولسوالۍ کې د ملي اوردو په رنجر موټر پسې د سرک دغاړې ماين چاودنه وه، چې مونږ هسې خداى ترې وساتلوخو هر څنګه چې وه شپه وه سبا شوه.

د سهار چاى چې مو وخوړ ، نو زه او حبيب د بازار پر لور وخوځېدو.حبيب خپل دوکان خلاص کړ او ماته يي د دوکان مخې ته چوکۍ کېښوده،زه بې له څه ويلو په چوکۍ کې کېناستم.څومره چې د لمر سترګه راپورته کېده ، دومره په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياتېده.چې زما د راتلو نه کوم دوستان خبرېدل، هغوئ هم سيده د حبيب دوکان ته راپسې راتلل،خداى د خير ورکړي ډېر يي ونازولم.کله چې ورځ نهو ، نهنيمو بجو ته ورسېده نو حبيب ته مې وويل:ياره! پر تا خو چکر خداى نه دى پيرزو کړى او پر ما د هم نه لوريږي؟

ها،ها،ها(خندا)زوروره!ما کله درته ويلي چې چکر مه وهه،ورځه لاړ شه خو د غرمې ډوډۍ ته ځان رارسوه.

حبيب مې په دوکان کې پرېښود او زه د ښار په چکر ووتم.په ښار کې ان تر غرمې پورې وګرځېدم ، ښار نور پاک او ښکلى و خو يوه نيمګړتيا چې ډېره لويه نيمګړتيا وه هغه د ونو او ګلانو نه درلودل وو.په ښار کې مې ځان ښه ستړى کړ،د حبيب د دوکان پر خوا په داسې حال کې روان شوم چې ښې تندې اخيستى وم.په دې وخت کې مې د سرک پر غاړه يوه ټپرۍ(غرفه)وليده نو ددې لپاره وروګرځېدم چې اوبه په کې وڅښم.

د ټپرۍ مخې ته ايښي کوزه مې خولې ته پورته کړه خو چې کله مې غړپ ترې وکړ،نو اوبه يي داسې (توروې) وې ،چې له ستوني نه تېرېدې.په دې وخت کې يو هلک چې مخ يي ګرمۍ د لاسه تک تور سوى و راغى او راته يي وويل:دا اوبه خو توروې دي ته صبر چې زه نورې اوبه درته راوړم.چې کله مې د هلک د لاس اوبه وڅښلې نو مې ترې وپوښتل ددې ښار ټولې اوبه داسې توروې دي ؟

هلک ډېر په سړه سينه ځواب راکړ هو! دا ښار ځکه داسې سپېره دى ، اوبه يي توروې دي نه ونه زرغونوي او نه بوټي؛مونږ د څښاک لپاره پاکې اوبه په پيسو اخلو……..د هلک خبرو خوند راکړ نو ځکه مې نورو پوښتنو ته زړه ښه کړ.

ــــ الکه (هلکه)نوم د څه دى؟

هلک: نوم مې محب الله دى.

ــــ د کوم ځاى يي؟

هلک: زه د هلمند يم.

ــــ نو دلته نيمروز ته ولې راکډه شوي ياست؟

هلک: د جنګونو له لاسه راغلو کنه هلته مو ډېر ښکلى ژوند و،ښکلي ځمکې ، باغونه او پالېزونه مو لرل.

ــــ پلار د ژوندى دى؟

هلک: هو د خداى شکر دى پلار مې ژوندى دى او درې مشران وروڼه هم لرم،مشر،مشر ورور مې رېکشا چلوي او دا نور د لاس مزدوري کوي.

ــــ نو ته بيا ښوونځى ولې نه لولې؟

هلک: ښوونځي ته مې ځان ورکړى و خو په پښتو ژبه دوى سبق نه وايه او پرسي زما نه زده کېدله نو ځکه مې پرېښود.

د هلک دې خبرې چې (په پښتو ژبه يي سبق نه وايه)ډېر ودردولم. زما زړه غوښتل چې نور هم ورسره وغږېږم خو هلته د ټپرۍ مخې ته کارولا موټر ودرېده او هلک ته يي غږ کړ ، ته پينځه ليتره پطرول راوړه!

هلک په وړو لاسونو پينځه ليترۍ بوشکه واخيسته او ورغى.