کور / کیسه / دوه مخى

دوه مخى

دمکرويان چار دبلاکونو مخته په شنه چمن کې دځوانانو ، پېغلو ، دولتي چارواکو او لوړرتبه مقاماتو ګڼه ،ګوڼه وه.
دسندرغاړو غږونه دودکا او ويسکي له نشې سره يوځاى شول ، سيمه هاى هوى نيولي وه ، پېغلي او ځوانان يو ځاى نڅيدل له روسي راغلي محصلين به په وجد راغلل او دهورا چېغو به يې آسمان لړزاوه.
شهلا له ميزه ولاړه شوه ، دکوکا کولا بوتل يې په ميز کېښود او په سپين دستمال يې خوله پاکه کړه. ديوې بلې ځوانې انجلۍ په لور چې دمجلس په يوه کونج کې يې دمست بانډار ننداره کوله ، ورغله.
هغوى دواړي کيناستي او دپټو خبرو په ترڅ کې به يې ديوه ځوان په لور سترګې کږې شوې.
خاموشه انجلۍ ولاړه شوه او دهمغه ځوان په لور چې دودکا اغيز يې په کړو ، وړو کې ښکاريده ورغله، په آرامه لهجه يې ورته وويل :هغه راغلې.
ځوان ولاړ شو او له انجلۍ سره دشهلا په لور راغى ، خاموشې انجلۍ شهلا ته اشاره وکړه ويې ويل : زما سهيلۍ شهلا دطب پوهنځۍ محصله .
بيايې دځوان په لور وکتل ، شهلا ته يې وروپيژاند : نعيم دحقوقو دپوهنځۍ محصل.
ځوان په چوکۍ کېناست ، په ماته خوله يې وويل :څه خدمت و؟
هغې ورته وويل : سبا دکارته پروان دبهارستان سينما مخته يو تن درته ولاړ دى.
ځوان دهوکې په دود سر وخوځاوه او ويې ويل : شفر به وي آسمان شين دى ! او سبا به بيا وريځ وي!”
****
ډله انجونې په شنه دروازه ننوتلې، په دروازه تر ننوتلو وروسته دکيڼ لوري کوټې ته چې دروازه يې خلاصه وه ،ورغلي . يوه ميرمن چې تور پړونى يې په سر او يوازي مخ يې معلوميده ، تختې ته ولاړه وه.
انجوني په سره فرش کيناستې او دولاړي ميرمني خبرو ته يې غوږ نيولى و ، چې دالدهر دسورت لومړي آياتونه يې معنى کول. هغې د “انا خلقنا الانسان من نطفة امشاج” په آيت کې دڅيړنې وويل ، او له څنګه اېښى پيرړ کتاب يې چې پکې د ډاروين نظريه رد شوې وه ، را واخيست او تر ډيره يې ليکچر ورکاوو…
دليکچر تر خلاصيدو وروسته يوه ، يوه انجلۍ ولاړيده ،په پاى کې يوازي شهلا او هغه دتور پړوني ميرمن پاته شوې ، ميرمني دکوټې دورازه چې برنډې ته وتلي وه ، خلاصه کړه او دشهلا سره يو ځاى له کوټې ووته .
دتور پړوني ميرمن شهلا په برنډه کې په ايښې پلاستکي چوکۍ کېنوله او خپله دچاى راوړلو لپاره لاړه.
په دروازه کې غږ شو ، يو دټيټ قد او دپلنو اوږو خاوند راننووت ، دبرنډي څنګ ته ودريد او ويې ويل :السلام عليکم !
شهلا دوعليکم السلام په کلماتو سره ځواب ورکړ، دټيټ قد څښتن چې سپين مخ او روښانه سترګې يې درلودي ، راغى او په يوه چوکۍ کېناست، شهلا ته يې مخ را واړوه ويې ويل :لورکۍ ! څه حال دي راوړ؟”
شهلا وويل : هغه مي وليد ، ويل يې چې دآسمان شين دى! او سبا به بيا وريځ وي ، په شفر سره به هملته حاضر وي.
ټيټ قدي وويل :څه يې نه ويل چې څه او څه درکولاى شم؟
شهلا – نه ګڼه ،ګوڼه وه ، هغه هم ودکا څښلى وه ، نشه و.
ټيټ قدي سړه ساه وښکه او په لرګينو تسپو يې ځان بوخت کړ.
******
دبهارستان سينما مخته دټرافيکو شور و.موټر ، موټرسائيکل او سايکل يوې بلې خوا ته زغليدل ، ځيني کسان پياده روان وو، بعضي ځوانان دسينما په دروازه وتل او ننوتل.
دسينما ددروازي ښي اړخ ته يو ځوانکى ولاړ و، تورې عينکې او شين پتلون يې اغوستى و، په لاس کې يې دماکسيم کيورګي د “مور” ناول او دپنجرې مجله وه.
په لارويانو کې يې سترګي وي ، هر لاروي ته به يې تر هغه کتل چې له سترګو به يې پناه شو. له کړو يې معلوميده چې پري ناوخته دى، ساعت ته به يې وکتل او په ځاى به وڅرخېد.
تر ځوانکي ور آخوا يو شين روسي والګا موټر ولاړ و، په موټر کې يوه ځوانه ښځه او يو دپوخ عمر هډور سړى ناست و. سړي سګريټ په دوو ګوتو کې نيولى و او دودونه يې تري ايستل.
دځوانګې څنګ ته يوه ټيکسي ودريده ، يو نفر تري کښته شو چې سور جامپر يې اغوستى و، دځوانکي څنګ ته ورغى، آسمان ته يې وکتل سر يې وښوراوه ويې ويل :”نن بيا آسمان شين دى!”
ځوانکي وموسل ويې ويل :”سبابه بيا وريځ وي !” او له دې سره يې راغلي تن ته دروغبړ لپاره لاس ور اوږد کړ.
په موټر کې ناستې ښځې هډور سړي ته وکتل سترګې يې کوچنۍ کړي او په شونډو يې وړه موسکا ونڅيده.
راغلي تن وويل : څه حال دي راوړى ؟
ځوانکي سرکښته کړ ، دسترګو تر کونجانو يې شين روسي والګا موټر ته وکتل ، ويې ويل : دوه ميله او دري لاسي.
راغلى : دبيې په هکله يې څه ويل ؟
ځوانکى :څلور زره افغانۍ .
راغلى : سمه ده.
ځوانکي ورته د “مور” کتاب ورکړ او په يو لوري روان شو. راغلى تن تر څه وخت منتظر و ، دځوانکي له تلو وروسته دى هم په يوه لوري روان شو ، په والګا کې ناستې پيغلي هډور سړي ته سترګک وواهه او د دواړو دقهقهه اواز لوړ شو.
راغلى تن په لاره روان و، سر يې ښکته ځړولى و او له ځان سره يې څه زمزمه کول ، والګا موټر يې په تعقيب پسي روان و ، خو راغلى تن پرته له دي چې والګا موټر ته يې فکر شي ، په کږو وږو کوڅو کې تاو او شنې دروازي ته ودريد.
دروازه يې وټکوله ، ټيټ قدي دروازه خلاصه کړه او دى يې په غېږ کې ونيو ، هغوى کور ته ننوتل. روسي والګا دکوڅې په سر کې ودريده ، پيغلي په موټر کې داېښې دستګاه په وسيله دشنې دروازي آدرس مرکز ته ورکړ.
ټيټ قدي په چوتره کې اېښي پلاستيکي چوکۍ سمي کړي، لرګيني تسپې يې له جيب څخه را وايستي او راغلي تن ته يې دکيناستلو وويل. راغلى تن چې تنګې سترګې او شين غوښن مخ يې درلود په چوکۍ کېناست. ګوتې يې يو په بل کې ورکړي او ټکان يې تري وايستل .
ټيټ قدي په ارامه لهجه وپوښتل : څه حال دې راوړ ؟
راغلي تن په داسي حال کې چې دبرنډي ور آخوا په دروازه کې يې سترګي خښي وي ، وويل :هغه ددوه ميلو او دري لاسي ژمنه وکړه ، خو ماته څه ګړبړ ښکاري .
ټيټ قدي وپوښتل :څنګه ګړ،بړ؟
راغلي تن سر وښوراوه ،ويې ويل : هسې، په ليدو مې يې زړه ديوې بدي پېښې ګواهې راکړه.
ټيټ قدي وموسل، دچوکۍ په ژۍ يې لاس کېښود، په داسي حال کې چې غږ يې په غوږونو کې ازانګې راوستي ،وويل :ملګري! بدي پېښې خو مو له هغه ملګري دي چې دنظام په وړاندي ودريدو ، دا پېښې ورسره تړلي او طبيعي دي ، ځکه څوک چې دخلافت په څير ديوه ستر کار دعوه کوي ، هغه بايد د ډيرو ککرو دخاوري کيدلو ، دډيرو مېندو دکونډيدلو او د زياتو ماشومانو ديتيمانيدلو وړاندوينه هم په نظر کې ونيسي.
ځوانه! مبارزه هسي لوبه نه ده ، مبارزه وينې ، سرونه او زغم غواړي.
دوسته! موږ چې داور او وينو په کوم ګرداب کې ښکېل يو ، په داسې حال کې بايد دزړه په بدګواهيو ونه ويريږو ، موږ او تاسې دهغې ستري قافلي غړي يو چې نه يې سر معلوم دى او نه هم پاى !، نه يې بدي پيښې له منځه وړي او نه هم په خوږو خاطرو تير وځي.
موږ دمرګ په لوري درومو، ځکه دهر څه پاى مرګ دى!
مهمه نه ده چې زما او ستا په هڅو دي خلافت ترلاسه کړو ، بلکې زما او تا په وينو به ورته زمينه مساعديږي. زما او تا خولې به مو نسلونه دې موخې ته رسوي.
راغلي تن دټيټ قدي خبرو ته غوږ نيولى و ، زړه يې په ټوپو و او روح يې دبيلتون سندري غږولي.
******
دملګرو ملتونو دنړيوالي اداري دفتر په کابل کې محاصره و ، په شاوخوا يې دخلق سور پوځ راتاوو وو، په لاسونو کې يې روسي توپکونه نيولي و ، دملګرو ملتونو دنړيوالي ادارې کارکوونکي هېښ تللي و، هغوى حيران و ليوه به څرنګه په برګ سپي بريد کوي ، دانو څنګه امکان لري چې دمسلمان په وينه ورشريک ملګرى دي په دفتر بريد وکړي ، خو دخلق سورنښانه ځوانانو دي ته هيڅ پاملرنه نه کوله چې څوک دى او په چا لاس وچتوي ، هغوى يوازې غوښتل ګړنګ وپرزوي او دبې شميره ماشومانو روزونکى او دزړونو اتل شهيد کړي.
هغوى غوښتل دخپل تندي پر تورو داغونو يو بل داغ هم ورزيات کړي، حمله يې وکړه او دنړيوالي اداري څخه يې همغه دټيټ قد، سپين مخ او روښانه سترګو څښتن را وايست په داسي حال کې چې کښاوو يې تر موټره يې يووړ ، هغه يې يووړ او په وينو يې خپله ليونۍ تنده ماته کړه.
دسبا سهار ورځپاڼو ، دولتي راډيو او روسې اخبارونو خبر ورکړ چې دافغانستان داشرارو وتلى تن بسم الله کمکى دغزني ولايت هستوګن ونيول شو.
خو زياته يې نه کړه چې دهغه بدن له لسګونو پرهرونو سره يوځاى دپوليګون په وحشيانه غېږ کې خښ کړاى شو!
اهـ! کاش خبره په همدي ځاى پاته شوي واى ، دزمري په له منځه وړلو يې بچوڼى پاته شوي واى ، خو نه سورنښانه ځوانانو بيا موټري او روسي زغروال ټانګونه روان کړل، وسلي يې اوږو ته کړي او په شنه روسي والګا پسي روان شول.
*****
ډله ،ډله پېغلې بيا هم په شنه دروازي ننوتي، په سره فرش کيناستي او دتور پړوني ميرمن خبرو ته يې غوږ ونيو ، هغې نن دکايناتو دپيدايښت نظريه څيړله او دقرآن کريم دا آيت يې تکراروه:”افلا يتدبرون!”
زغروال ټانګ او موټرونه په والګا پسي هم هغسي روان و ، والګا موټر دکوڅي په سر کې يوه لور ته ودريد ، له موټرونو څخه عسکر پياده شول او دزغروال ټانګ ميل يې دشنې دروازي په لور کړ.
دغږ په اوريدو سره يوه پېغله ولاړه شوه ، تر چوله يې وکتل ويې ليدل چې سورنښانه ځوانان له وسلو سره همدې لوري ته را روان دي ، دکوټې په لور يې منډه کړه ، پېغلې يې خبري کړي او دوسلو په لور يې وځغستل . پېغلو بيړه کوله تر څو له ځانه دفاع وکړي ، غوښتل يې يوار بيا ديهودو بچيانو ته وروښيې چې تر اوسه لا دصفيې په څير ميرمني ژوندى دي، خو مخکې تر دي چې هغوى وسلو ته لاس کړي ، دسره فوځ زغروال ټانګ خوله خلاصه کړه او دشنې دروازي څخه يې لوخړي پورته کړي ، بې شميره مرمۍ دکوټو په لوري ورغلي او غوټۍ تر ګل کېدلو مخکې ورژيدي.