تخار:طالبانو په خواجه بهاوالدين کي پوليس محاصره کړي دي
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې اسلامي امارت مجاهدينود تخار ولايت دخواجه بهاوالدين په ولسوالۍکې ګڼ شمیرپوليس نن پنجشنبې سهار راهیسې دمجاهدينوله لوري کلابندکړي دي .
طالبان ادعا کوي چي ددې ولسوالۍدپولیسوشپږعرادې رينجرموټر يې هغه مهال محاصره کړل چې کله ددې ولسوالۍدکوکچې له درياب نه بلي غاړي ته اوښتل او دمجاهدینوتربريدلاندې راغلل اواوس مازديګرمهال هم بندپاتي دي .
طالب وياند وايي چي له سيمي څخه يې پوليسو ته يې د مرګ ژوبلي خبر ترلاسه کړی خو شمېرې لا څرګندي نه دي .
ديادوني وړد ه چې پرون هم ددې ولايت دينګي په ولسوالۍکې دوه تنه پوليس د وسلو سره طالبانو يرغمل کړي وو .