کندهار: ښخ سوي بم بهرنيانو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ماپښين درې بجې ددې ولسوالۍد”چارباغ” په سیمه کې د”کوچني غازي زيارت “ته نژدې يوشمیرپلي بهرني عسکردخپلي قرا رګاه نه دراوتلوپه حال کې وه چې پر لاره ښخ سوی ماين پر پټاو سو . دا خبره د قاري يوسف احمدي چي ځان د افغانستان د اسلامي امارت وياند بولي لراوبرليکلې ده .
نوموړي د يوه خارجي عسکر د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده خو ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .