پکتيا:طالبان خارجيانو ته درنو زيانونو ادعا کوي

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2010



طالب وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته ليکلي چي مجاهدينو يې نن دورځي په اوږدوکې دامريکايي عسکرودوه (2)عرادې پوځي ټانګونه دپکتياولايت دزرمت په ولسوالۍکې دبريداوچاودني په ترڅ کې له منځه وړي دي .


نوموړي ادعا کوي چې ددښمن يوه(1) عراده پوځي ټانګ نن غرمه  شاوخوادولس بجې ترهغې وروسته تخريب شوچې کله دوی ددې ولسوالۍد”مموزو”دسيمي د”اوازخيلو”په کلي ديولړعملياتودترسره کولونيت درلودچې سیمي ته دننوتلوسره سم دمجاهدينوتربريدلاندې راغلل .


په دې وسله وال بريدکې دخارجي عسکروزغروال ټانګ ددوه اتيا(82)ملي متري توپ په مټ ويشتل شوی چې له امله يي ددښمن ټانګ اوراخيست اوپکښې ناستوعسکروته يي مرګ ژوبله واوښته .


ذبيح الله مجاهد دا هم وايي چي يو بل ټانګ تردې بريد يونيم ساعت وروسته ددې ولسوالۍد”برواوازخيلو”په سيمه کې ديوه ځمکني ماين ښکارشوی . نوموړی  دسيمي جهادي مسوولينو له قوله لراوبر ته وويل چې په دې خونړۍ پيښه کې هم ددښمن ټانګ په بشپړه توګه تخريب شوی اوپکښې ناستوعسکرويي ژوندله لاسه ورکړی دی .


نوموړی خوښي څرګندوي چي ددې عملياتو په ترڅ کي خارجي قواوي بيرته له سيمي ووتلې ، جګړې يو نيم ساعت دوام وکړ او په ترڅ کي يې يو طالب جنګيالی زخمي سوی دی .


تر دې وړاندي هم طالبانو د پکتيا ګرده څيرۍ ته نژدې د يوه ټانک د الوزولو خبر ورکړی و چي دپکتياولايت دګردي څيرۍ ولسوالۍد”سروخيل “په سيمه کې دريموټ کنټرول ماین په مټ رامينځته شوې ده .


ورکول شوی خبرزياتوي چې نن غرمه  پاوکم دوې بجې دخارجي عسکرودګزمې يوشميرپوځي ټانګونه دياده شوي سیمي د”سواکي کلي” ته نژدې پرغزيدلي سړک دتيريدوپه حال کې وه چې په لاره کې دمجاهدينوله لوري ښخ کړای شوی ماین پري وچاوديد.


طالبانو ادعا کړې چي په دې خونړۍ چاودنه کې ددښمن يوه عراده زغروال ټانګ په بشپړه توګه ویجاړکړای شوی اوپکښې ناست دوه (2)تنه امریکايي عسکرځای په ځای مړه اودرې (3)نورسخت ژوبل شوي دي .


که څه هم بهرنيانو هيڅکله هم د طالبانو لخوا د ادعا سوو پېښو او مرګ ژوبلو تائيد نه دی کړی خو ورځ دوې وروسته د خبرپاڼو په خپرولو سره د خپل يو نيمو پوځيانو د وژل کېدو خبرونه خپروي هغه هم داسي چي د پېښي ځای او د سرتيري هويت يې پټ ساتلی وي ، لراوبر ته تر اوسه د ناټو يا ايتلاف لخوا ددې بريدونو د تاييد خبر نه دی رسيدلی .

Copyright Larawbar 2007-2024