کور / تازه خبرونه / هلمند:شپږويشت ټنه مخدره توکي وسوځول سوه

هلمند:شپږويشت ټنه مخدره توکي وسوځول سوه

په هلمند کي شپږويشت ټنه نشه يي توکي وسوځول سوه ، دهلمند والي اسدالله وفا منلې ده چي په دې ولايت کي نن د چرسو او مخدره موادو کي د کاريدونکو بېلابېلو کيمياوي توکو په ګډون ۲۶ ټنه مخده توکي وسوځول سوه .


دولت په هلمند ولايت کي په دې وروستيو کي د مخدره موادو په وړاندي کمپاين راپيل کړی دی  دا په داسي حال کي ده چي مځکه وال شکايت کوي چي له دوی سره د اصلاح سويو تخمونو ، کيمايوي سرې په برخه کي همکاري نه کېږي . څو ورځي مخکي د هلمند والي اعلان وکړ چي بېله بديل ورکولو څخه به تر خپل واک لاندي سيمو کي د کوکنارو کښتونه له منځه يوسي .