کور / z_buitenland_news -- 5 / ممتاز اديب موتي لعل جيتواني په حق ورسېدۀ

ممتاز اديب موتي لعل جيتواني په حق ورسېدۀ

 


د سندي ژبي ممتاز اديب موتي لعل جيتواني د زړه د درېدو له كبله له فاني نړۍ څخه كوچ وكړ


د يو خبر تر مخه د سندي ژبي مشهور ليكوال ، اديب، او محقق موتي لعل جيتواني تېره ورځ د هندوستان په ښار پونا كې د زړه د درېدو له كبله له دې نړۍ څخه د تل د پاره و كوچېدۀ.


ويل كېږي چې مرحوم موتي لعل د پاك وهند له سيندي محققينو څخه شمارل كېږي، هغه د تحقيق په برخه كې ډېري جايزې هم تر لاسه كړې وې ، هغه ته په ادب كې په ښه كارګردګي او خدماتو باندي “پدم شري جايزه” هم وركړل شوې وه، ښاغلي موتي لعل جيتواني ته د ثقافت و سياحت سيند د محكمې له اړخه په شاه عبد الطيف بيټايي د تحقيق كولو په وجه شاه عبدالطيف بيټايي جايزه هم په كال2006 ء كې وركړل شوې وه، موتي لعل جيتواني په كال 1936 ء كې په روهړۍ كې پيدا شو، او د پاكستان د جوړېدو وروسته په كال 1947ء كې د يولسو كالو په عمر كې هندوستان وكوچېدو.


موتي لعل جيتواني يواځنى سيندي اديب و چې په هندي ژبه يې په شاه عبدالطيف بيټايي باندي ډېر كار وكړ.


ښاغلي لعل په سيندې ، هندي ، او انګرېزي ، ژبو تر څلوېښتو زيات كتابونه ليكلي او چاپ كړي دي.


هيره دي نه وي چې ښاغلى موتي لعل جيتواني پوره 59 كاله وروسته په 2006ء كال كې د سيند د حكومت په بلنه له خپلې مېرمنې سره د شاه عبدالطيف بيټايي د عرس مبارك د پاره پاكستان ته هم  راغلى و .