کور / شعر / ژبه دي غوڅیږي

ژبه دي غوڅیږي

         


ریښتیا مه وایه  چي ژبه   دی غوڅیږی


ملایانو په قدرت  کی چي اوس اوسیږی


که دی وویل ،  ملا ګوره او قدرت؟


پر  تندی دي د الحاد   ټاپه لګیږی


ږیره ستا ده مګر واک یی   د ملا دی


که دی وخریله غوږ به دي پریکیږی


چا که وویل  ملایانو کابل وران کړل


سمدستی  پل  چرخی ته  لیږل کیږی


ملا یان    وایی   وارث  د انبیا  یو


که يې نه  منې  ملحد شمیرله کیږی


ملاهرڅه چی کوی  اختیار یی خپل دی


که نیوکی څوک پری وکړی تکفیریږی


(مل)  ځان  ساته  د  ناپوه  ملا  فتوا نه


په فتوا   د   ملا دروغ  ریښتیا   کیږی


پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)


                               جرمنی    ۲۳-۱-۲۰۰۸