ورځپاڼو ته کتنه

34 | اپریل 11th, 2010


سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې د ولسي جرګې پرونۍ پريكړې ته په اشارې، چې پكې له حكومت نه د پاتې وزيرانو د ورپيژندلو غوښتنه شوې ليكلي، چې ښايي دا كار نوې ولسي جرګې ته وځنډولې شي او ولسمشر له سره خپله كابينه جوړه كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي په وړاندې د لويديځ په دريځ كې په رامنځ ته شوي نرمښت تبصره كړې او ليكلي، چې لويديځ ته پكار ده، چې د افغانستان په اړه پخپله تګلاره كې هم بدلون راولي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د جرمن ځواكونو د ماموريت په سر ددغه هيواد د سياسي كړيو ترمنځ روانو ناندريو ته هم كتنه شوې او د صدراعظمې انګلا ماركل په حواله ليكل شوي، چې د ثبات پرته له افغانستان څخه د ځواكونو ويستل به يو غيرمسؤلانه كار وي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه د لويديځ او امريكا په دريځ كې رامنځ ته شوي بدلون ته په اشارې ليكلي، چې د بارك اوباما او ناټو پاخه ملاتړ يو ځلې بيا منفي پالو ته سخت ګزار وركړ.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې منفي تبليغات به هيڅ كله هم د افغانستان او نړيوالې ټولنې اړيكې زيانمنې نكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كابينې د پرونۍ غونډې پريكړې ته په اشارې، چې پكې د پراختيايي پروژو د كار د بهير په اسانه كولو او ګړندي كولو ټينګار شوي بحث كړې او ليكلي، چې دا پروژې بايد هرو مرو پلې شي.
ورځپاڼې د هلمند د والي د وژلو لپاره د يوې داسې توطعې خبر وركړې، چې د ورځپاڼې په وينا پكې د ايمرجنسي د روغتون درې اټالوي وګړي ښكيل وو.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د ناټو د ماموريت په اړه د روسيى دريځ ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د امريكا د بهرنيو اړيكو د شورا په حواله ليكلي، چې روسيه نه غواړي، چې ناټو په افغانستان كې بريالې شي.
په ورځپاڼه كې د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ ډيپلوماټيكې شخړه هم څيړل شوې او د كريسچن ساينس مانيټور ورځپاڼې په حواله ليكل شوي، چې افغانستان نور نو د امريكا په غوښتنه مخكې نه ځي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او امن په ټينګښت كې د رسنيو په رول بحث كړې او په عينې حال كې له دولت نه غوښتي، چې د هغو رسنيو په وړاندې كلك ګامونه پورته كړي، چې په هيواد كې د جنګ اور ته لمن وهي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې چارواكي هڅولي، چې د خپلو چارو د پرمخ بيولو لپاره د خلكو ملاتړ جلب كړي، ځكه د ورځپاڼې په وينا د خلكو د ملاتړ پرته د چارو پرمختګ امكان نلري.
ورځپاڼې په جلال اباد كې شويو پرمختګونه د چارواكو او خلكو ترمنځ د همكاريو يوه ښه بيلګه بللې ده.
ورځپاڼې پخپل نني كارټون كې په افغانستان كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو حالت انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې اپيم د زرګونو ځوانانو ژوند له ګواښ سره مخ كوي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړې دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د كابل او لويديځ ترمنځ د لفظي شخړې په پاې بحث كړې او ليكلي، چې د بهرنيو دوستانو نرم دريځ دا ښۍ، چې دوى په افغانستان كې شته واقعتونه درك كړي دي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې افغان ولسمشر د لويديځ په اړه پخپل وروستي دريځ سره خپل سياسي او ملي تدبر وښود.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په پاكستان كې د ملابرادر د نيولو مسئله راخستې او ليكلي، چې ملابرادر غوښتل په كابل كې د سولې په جرګه كې له څوارلس سوو كسانو سره ګډون وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د امريكا د بهرنيو اړيكو د شورا په هغه راپور بحث كړې، چې ويلي روسيه نه غواړي، چې ناټو په افغانستان كې بريالۍ شي او ليكلي، چې افغانستان د ناټو او روسيې د يو بل ټكر په درشل كې دې.

Copyright Larawbar 2007-2024