کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت (پنځمه برخه)

دتقلیدحقیقت (پنځمه برخه)

ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
دتقلیدپه ردکي داحنافوویناووې :
دمسلم الثبوت لیکوال لیکي :
اذلاواجب الامااوجبه الله ولم یوجب علی احدان یتمذهب بمذهب رجل من الائمة .
( مسلم الثبوت ج : ۲ ص : ۳۵۵)
ژباړه : ځکه له هغه پرته واجب نه شته چي الله جل جلاله واجب کړی وي اوپرهیڅ چالازمه نه ده چي په امامانو کي دیوه مذهب پیروي وکړي .
بیاوايي :
اجمع المحققون علی منع العوام من تقلیدالصحابة (مسلم الثبوت ج : ۲ص : ۲۵۶)
ژباړه : محققینوپردې اجماع کړي چي عواموته دصحابوودتقلیداجازه نه شته .
ددوئ عجیب تقسیم دی پرځان دامام تقلیدفرض ګڼي خودصحابه کراموتقلیدروانه بولي سره له دي چي هغوئ په علم،تقوااوپوهه کي ترامامانوڅوچنده لوړول . عوام دهغوئ له تقلیده منعه کوي دانوددې آیت مصداق دی : تِلْکَ اِذاًقِسْمَةٌ ضِیْزی . یاني داډېرظالمانه وېش دی .
ملاعلي قاري حنفي لیکي :
ان الله لم یکلف احداان یکون حنفیااومالکیااوشافعیااوحنبلیابل کلفهم الله ان یعلمواالسنة .
(شرح عین العلم ص : ۳۲۶)
ژباړه : الله جل جلاله هیڅوک په دې نه دی مکلف کړی چي حنفي،مالکي،شافعي اوحنبلي شي بلکي الله جل جلاله هرسړی درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په سنتوملکف کړی دی .اوس راځي داوڅېړوچي ایاپه خپله امام ابوحنیفه رحمة الله علیه دخپل تقلیدامرکړی دی؟
سئل ابوحنیفة اذاقلت قولاوکتاب الله یخالفه . قال اترکواقولي بکتاب الله قال واذاقلت قولاوحدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم یخالفه قال : اترکواقولي بخبرالرسول .(عقدالجیدص : ۴۵)
ژباړه : له امام ابوحنیفه رحمه الله یوچاپوښتنه وکړه چي که ته داسي خبره وکړې چي هغه له قرآن کریم سره مخالفه وي نوموږڅه وکړو؟ ده وویل : دقرآن کریم په مقابل کي زماخبره پرېږدئ له هغه بیاپوښتنه وشوه چي که ستاخبره درسول اکرم صلی الله علیه وسلم له حدیث سره مخالفه وي بیاڅه وکړو؟ ده ځواب ورکړ : درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دحدیث په مقابل کي زماخبرپرېږدئ .اوس راشئ داوګوروچي امام ابوحنیفه رحمه الله دیو چاتقلیدکاوی که نه؟
اني لااقلدالتابعي لانهم رجال ونحن رجال ولایصح تقلیدهم (نورالانوارص : ۲۱۹)
ژباړه : امام ابوحنیفه رحمه الله وايي : زه دتابعي تقلیدنه کوم ځکه دی هم یوسړی دی زه هم ددوئ تقلیدسیي نه دی .
همدارنګه علامه شامي حنفي لیکي :
اذاصح الحدیث وکان علی خلاف المذهب عمل بالحدیث ویکون ذالک مذهبه ولایخرج مقلده عن کونه حنفیابالعمل به فقدصح عن ابي انه قال : اذاصح الحدیث فهومذهبي .
(شرح عقودرسم المفتي لابن عابدین ص : ۱۹)
ژباړه : کله چي حدیث سيي شي اودمذهب خلاف وي نوپه حدیث عمل کېږي اودادامام صاحب مذهب هم دی اوپه دې سرمقلددامام صاحب له تقلیده نه وزي،ځکه امام صاحب ویلي دي : کله چي حدیث سيي شي هماغه زما مذهب دی .
همدارنګه وړاندي لیکلي :
فاذاظهرله صحة مذهب غیرامامه في واقعة لم یجزله ان یقلدامامه ( شرح عقودرسم المفتي ص : ۲۴)
ژباړه : که یوچاته په یوه واقعه کي له خپل امامه پرته دبل امام مذهب پرحق وبرېښي نوده نه ده رواچي دخپل امام تقلیدوکړي .
ددې ټولوخبرواودلائلوترلوستووروسته که مقلدډاډمن نه وي نوبیاموږدده په اړه هغه خبره کووچي علامه عبدالحی لکنوي حنفي کړې ده :
قدتعصبوافی الحنفیة تعصباشدیداوالتزموابمافی الفتاواالتزاماشدیداوان وجدواحدیثاصحیحاواثرا صریحاعلی خلافه وزعمواانه لوکان هذاصحیالاخذصاحب المذهب ولم یحکم بخلافه وهذاجهل منهم .
(النفع الکبیر۱۴۵)
ژباړه : داحنافویوه ډله په سخت تعصب اخته ده اوپه ډېره کلکه دفتاواووپه کتابونوپوري مښتي دي که دوئ کوم صحیح حدیث اویااثرپیداکړي چي ددوئ دمذهب خلاف وي نووايي : که داحدیث سيي وای امام صاحب به هرومروله دې سره سمه فتواورکولای دهغه پرخلاف به یې پرېکړه نه کوله اوداددوئ ناپوهي ده .