نثارميمڼ:مشرف د اساسي قانون مطابق ولسمشردی
د اطلاعاتواو نشرياتو نګران و فاقي وزير نثار ميمن وئيلي دي چى دپوځ د پخوانيو مشرانو لخوا دولس مشر مشرف څخه د استعفا غوښتنه غير جمهوري او غير ضروري ده د دغو پخوانيو جنرالانو هيڅ حيثت نشته اونه دوى د پاكستان دپوځ استازي دي نثار ميمن د اسلام اّباد څخه په يوه خپره شوي مطبوعاتي بيان كښې زياته كړيده چې د هېواد سياسي چاري په سم لوري روانې دي څه خلك غواړي چې د جمهوريت ګاډى له كرښې وغورځوي پخواني پوځي جنرالان د دښمنانو په لاسونو كښې لوبې كوي او غواړي چې په هېواد كښې اخوډب رامنځته كړي مشرف د اساسي قانون تر مخه ولس مشردى.
ځګ »