کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه ( ۱۵)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه ( ۱۵)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دی ؟
تېره (۱۴)  برخه له دې ځايه ولولئ
اوس تاسې ددې تاریخې ناول پنځلسمه برخه لولئ:

پرلپسې***** ۲۶

‏‏شپه خپلې اخرې پړاو ته رسیدلې وه او د سهار وږمي تازه تازه را لیږیدلې چې دوه کسه په خپلو آسونو سپاره دخپل منزل په لور روان و . دوې په ډیره چټکۍ سره د یونان د جزیرې د پولوپ د سمیي په منځنۍ برخې کې داسې یوه ځاې ته ورسیدل ، چې تر مخه یې یوه ستره او شانداره ابادي راغله ، ددې ابادۍ په کتلو سره سپرو یو بل ته د دریدو اشاره وکړه. دواړو سپور و دخپلو آسونو واږې کش کړې او ودریدل .
دا دواړه سپاره هر یو مظفرالدین او قادرخان وو. دا د علي پاشا مخبران و او دوې هماغه دواړه و چې علي پاشا د یونانې راهبانو او پادریانو د انجمن په اړه د معلوماتو د راټولولو له پاره استولي و . کله چې دوې دواړه و دریدل نو قادرخان مظفرالدین خان ته مخ کړ او ورته یې وویلې :
مظفرالدین خانه ! مونږ اوس د دښمن په زمکه کې یو. ته اوس مظفرالدین نه یې او زه قادر خان نه یم . داسې و ګڼه چې دې زمکو ته په راتلو سره زمونږ نومونه هم تبدیل شول ،پس له دې زما نوم مارس دې او ستا نوم اریوس ، نو کله چې مونږ دواړه یو دبله سره خبرې کوو او یا د نورو خلکو سره مخ کیږو نو یو بل ته به په همدې نصراني نومونو نوم اخلو. په دې سیمه کې خپل اصلي نوم بلکل له یاده و کاږه .
دقادرخان په دې خبره مظفرالدین مسکې شو . بیا یې د خپل آس غاړه و ټپوله او قادرخان ته یې وویل :
قادرخانه ! هیڅ فکر مه کوه ، زه او ته چې دکوم د کولو له پاره راغلي یو نو که خداې و غوښتل د همدې نوو نومونو سره به هغه تر سره کړو اوبیرته به دهمدې نومونو سر یو ځاې خپل امیر علي پاشا ته ستانه شو. زه فکر کوم چې مونږ لږ څه نور ګړندی ولاړ شو او دپادریانو او راهبانو د انجمن دسترو مشرانو سره د لیدو کتو له پاره لاره پیدا کړو .
قادرخان هم د مظفرالدین ددې خبرو سره اتفاق وکړ . بیا دواړو یو ځاې خپل آسونه په ځغاسته کړل او مخته دکلي لورې ته یې ور تاو کړل.
کلي ته دننووتلوسره سم قادرخان دکلي په کوڅه کې د تیریدو په وخت کې د یوه سړې څخه په ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره و پوښتل :
اې دوسته ! مونږ د پولوپ په حزیره کې نا بلده یو ، مونږ غواړو ستر پادري کرسپاس او یا دهغې نائب اردیس سره ووینو ، مونږ دواړه د رومیل د ولایت څخه راغلي یو او د کرسپاس یا اردیس له پاره مو ډیر مهم پیغام راوړې دې .
د دې خبرو په جریان کې قادرخان په خپله غاړه کې را زوړند صلیب برابر کړ . په دې وخت کې هغه کس چې قاردخان ور څخه پوښتلي و لمړۍ دې دواړو ته په ډیر ژوره توګه وکتل ، او بیا یې په ډیره نرمه ژبه دوې ته وویل : که چیرې تاسې دواړه په دې جزیره کې نابلده یاست نو زه به ستاسې لارښوونه وکړ م . او که تاسو د رومیل څخه راغلي یاست نو داسې معلومیږي چې تاسې به دپادریانو له پاره ډیر مهم پیغام راوستي وي . په دغه کوڅه کې چې تاسې همدا اوس له ماسره ولاړ یاست په همدې کې مخته ولاړ شئ ،او دکلي هغه بل اړخ ته ووځئ ، مخ ته به درته یو ستر ه ماڼۍ راشې ، دا ماڼۍ په پخوا زمانو کې ډیر ستر عبادت ځاې و ، همدې عبادتځاې لورې ته ورشئ هملته به تاسې ته دواړه پادریان په لاس درشي . د پادریانو او راهبانو ټولې سترې غونډي په همدې ځاې کې جوړیږي . فکر کوم چې همدومره لار ښوونه به تاسو ته کافي وی . ددې وروسته هغه سړې مخته ولاړ او قادرخان او مظفرالدین خپل اسونه هغه لورې ته د ژر رسیدو په خاطر و ځغلول .
دکلي د منځ څخه دتیریدو وروسته دوې دواړه دکلي جنوبي برخې ته ووتل ، هلته یې یوه ستره ماڼۍ تر سترګو شوه ، هغوې دې ماڼۍ ته ورغلل او د ماڼۍ په ستره دروازه کي یې آسونه و درول . هلته د دروازې سره نژدې دوه کسه ساتونکې ولاړ و ، دوې دواړه دخپلو آسونو څخه را ښکته شول نو بیا قادرخان دغه دواړو ساتونکو ته وویل :
زما دوستانو ! مونږ د رومیل د ولایت څخه راغلي یو . په دغه جزیره کې نا بلده یو . مونږ غواړو سمدستي د ستر پادري کرسپاس او یا دهغه د نائب اردیس سره ووینو ، مونږ هغوې ته یو ډیر مهم پیغام راوړې دې . داسې و ګڼئ چې مونږ هغوې ته یوډیر خراب خبر او خپل فریاد راوړې دې ، زه فکر کوم چې تاسې دواړه به زمونږه لار ښوونه وکړئ .
دقادرخان د خبرو وروسته ددواړو ساتونکو څخه یې یوه وویل :
دغه ښې لاسته چې کوم عمارت په سترګو کې کیږی دا د آسونو د تړلو ځاې دې ، ولاړ شئ خپل آسونه هلته و تړئ، هلته ستاسې د آسونو له پاره د وښو او ګیاه انتظام شته ، بیا بیرته دلته راشئ زه به تاسې ستر پادرې کرسپاس ته ورسوم ، نائب پادري اردیس هم هملته دې ، دواړه په کومه مهمه موضوع باندې په خپلو منځو کې خبرې کوې. دا ستاسې له پاره ډیره ښه وخت دې تاسې کولاې شې ددواړو سره په یوه وخت کې ووینئ .
دساتونکې په دې خبرو باندې دواړه مظفرالدین او قادر خان ډیر خوشحاله شول. لمړې د هغه ورښوول شوي عمارت په لور ولاړل اوهلته يي خپل آسونه وتړل،او واښه او ګیا یې ورته واچوله ،خو خپلې بسترې یي چې د زینونو سره تړلې وې هماغسې تړلې پریښودې . مګر هغه ضرورې سامان او خورجینه یې ترې را واخستل اوپه خپلو اوږو یی بار کړل اوبیا بیرته د عمارت مرکزې دروازې ته را ستانه شول. یو ساتونکې هملته ولاړ پاته شو اویو له دوې سره د عمارت دننه ولاړ .
عمارت ته د ورننوتلو وروسته هغه ساتونکې د یوې خونې مخته ودرید، هلته ددې تر مخه یو بل ساتونکې هم ولاړ و ، هغه ساتونکې چې دوې یې له ځانه سره وړي و دهغه دروازې تر مخ ولاړ ساتونکي سره د لږې شیبی له پاره په راز کې خبرې اترې وکړې ، بیا د قادرخان او مظفرالدین لورې ته راغې او هغوې دواړو ته یې وویل : دغه مخامخ ځوان چې دلته ولاړ دې هغه د ټولو د ستر پادرې د ساتونکو څخه یو دې . هغه به ستاسې له پاره د ستر پادري کرسپاس اویا د هغه د نائب اردیس سره د کتلو زمینه برابره کړې .
ددې خبرې سره سم هغه بیرته مرکزي دروازي ته ولاړ او هغه د خونې مخ ته ولاړ ساتونکې دوې ته مخ کړ او ورته یې وویل :
تاسې دواړه لږ ځنډ وکړئ ، زه دننه کوټې ته ورځم او ستر پادرې به ستاسې د راتللو څخه خبر کړ م. و به ګورم چې هغه څه وایې ، ددې خبرې سره یې سم دروازه پرانسته او دننه ولاړ.
لږه شیبه وروسته هغه ساتونکې بیرته بیرون را ووت او دواړو مظفرالدین او قادر خان ته یې وویل :ما دواړو پادریانو ته ستاسې د راتلو په هکله خبر ورکړي دي هغوې سخت ټکان و خوړ ، تاسو سمدستي دننه ورشئ هغوې غواړي له تاسې سره سمدستي وویني .
ددې خبرې سره سم هغه د خونې دروازه پرانسته او دوې دواړه مظفرالدین او قادرخان دننه ور ننوتل :
د خونې په منځنۍ برخه کې د منځنې عمر دوه کسان ناست و، مظفرالدین او قادرخان ور مخته شول او دهغوې یې ډیر زیات تعظیم او احترام وکړ . بیا د هغوې څخه یوه یې دوې ته په لاس د کیناستو اشاره وکړه او ویي ویل :
دوستانو! تاسو ته ښه راغلاست وایم ، زما نوم کرسپاس او زما تر مخه ناست اردیس دې تاسې دواړه به زمونږ دحقیقت څخه خبر یاست ، ما ته وویل شول چې تاسو د رومیل دولایت څخه راغلي یاست .او څه فریاد لرئ ، ووایاست ،ستاسې فریاد څه دې ؟
د ستر پادرې د پوښتنې په اساس قادرخان لږ څه فکر وکړ ،خپل ستونې یې پاک کړ او بیا یې دواړو پادریانو ته وویل :
زه او زما ملګرې ویاړو چې مونږ ته نن د نصرانیت د عالم ددوو ستر و شخصیتونو سره د لیدنې شرف حاصل شوې دې ، مقدسه پلاره ، کرسپاس ! مونږ دواړه د رومیل دولایت څخه راغلي یو . پرتاسو دې نه بده ولږیږي او نه پرې خفه شئ چې زه ستاسې څخه وپوښتم چې تاسې د رومیل په ولایت کې داسې څوک پیژنۍ چې نوم یې یونیسیس دې ؟دقادرخان په دې خبره ستر پادرې ټکان وخوړ او تر ډیره یې قادرخان او مظفرالدین ته وکتل او بیا یې وویل :
درومیل په ولایت کې هغه زمونږ تر ټولو ښه او ګړندې غړې دې ، کوم کلي کې چې هغه اوسی هغه ټول کلي زمونږ د انجمن غړي دي او هغوې د انجمن له پاره ډیر ستر ستر او قیمتي کارونه تر سره کړې دې . دا خویونیسیس و چې هلته د رومیل په ولایت کې یې هیڅ مسلما مبلغ پری نه ښود چې د اسلام تبلیغ وکړي . ووایاست تاسو د یونیسیس په اړه څه ویل غوښتل ؟ دهغه پرخلاف د څه خبرې نه مخته او یاد هغه پرخلاف د کوم شکایت کولو تر څنګ دا فکر وکړئ چې یونیسیس مونږ ته ډیر عزتمند انسان دې که چیرې دهغه څخه کومه کوچنۍ غلطي او یا تیروتنه هم وشي ، نو یاد ساتۍ چې هغه به د بښنې وړ وي . اوس ووایاست تاسې څه ویل غواړئ؟
د ستر پادرې په خبرو باندې د قادرخان سر ټیت شوې و ، مظفرالدین هم دهغه په لور په کتلوسره خپل سر ټیټ کړ ، ددواړو په مخونو باندې د ډیرې زیاتې اندیښنې اوخفګان اثار را څرګند شوي و . دهغوې ددې حالت په کتلو سره ستر پادري کرسپاس او دهغه نائب اردیوس هم ډیر اندیښمن شول . بیا قادرخان مخته وکتل او ستر پادرې کرسپاس ته یې وویل :
مقدسه پلاره !مونږ د یونیسیس پر خلاف نه کوم شکایت راوړې او نه کومه ګیله ، مونږ تاسو ته یو ډیر افسوسناک خبر راوړې او هغه دا چې یونیسیس اوس په دې نړۍ کې نه شته .
قادرخان تر دې ځایه خبره وکړه نو چپ کیدو ته اړ شو ځکه چې ستر پادري کرسپاس په خپل ځاې کې پورته شو اوبیرته را پریوت . بیا یې قادرخان ته وکتل او ورنه یې وپوښتل : زما درنو راغلو میلمنو ! زه نه پوهیږم چې ستاسې نومونه څه دې خو دومره درته وایم چې ووایاست هر څه چې وایي په زغرده یې ووایي؟
دهغه دخبرې په ځواب کې قادرخان یو ځل بیا پیل وکړ .
«د مسلمانانو یو سالار چې علي پاشا نومیږي ، دخپل لښکر سره یو ځاې یې د رومیل په ولایت کې پړاو کړې دې ، ددې تر مخه دعلي پاشا پلار او دهغه دوه مشران ورونه د یونیسیس او دهغه د ملګرو په لاسو له منځه تللې و، ځکه چې دعلي پاشا پلار داسلام مبلغ و او د اسلام د تبلیغ له پاره هلته د رومیل ولایت ته را ننوتې و . علی پاشا د سلطان بایزید یلدرم د لښکر یو ستر سالار دې او هماغه ورسره په جنګونو کې برخه اخلي او اوس یې هملته د رومیل په ولایت کې لښکر دیره کړې دې . دهمدې پړاو په دوران کې هغه د خپل پلار او ورونو د قاتلانو په لټه کې و ،هغه ددې کار له پاره مخبران هم خواره کړی و ، اوس دا معلومه نه ده چې دې مخبرانو له کومه دا خبرونه تر لاسه کړې و چې علي پاشا ته یې ورسوي چې دهغه د پلار او ورونو په قتل کې یونیسیس او ددې کلي ټول خلک برخمن دې ، د هغه مخبرانو هغه ته دا اطلاع هم ورکړې وه چې د یونیسیس ټول کلي د یونان د پادریانو او راهبانو دانجمن غړیتوب لري ، او ددې پادریانو د ګرمي د اوسیدو تم ځاې د پولوپ سیمه ده .
مقدسه پلاره ! علي پاشا ددې خبرونو د تر لاسه کولو وروسته په دغه کلي باندې یرغل وکړ د شپې په تیاره کې یې خپل لښکر ددې کلې چار چاپیر خپور کړ او دکلي څخه یې د ځوانانو د تیښتې ټولې لارې بندې کړې ، بیا علي پاشا په خپله د یونیسیس حویلۍ ته ور ننوت لمړۍ یې د یونیسیس سره خبرې و کړ ې او بیا یې دخپل پلار او ورونو قاتلان هملته د یونیسیس په حویلۍ کې سره را ټول کړ ل ، اوهملته یې ووژل . سهار یې یونیسیس ته حکم وکړ چې د کلي ټول خلک د کلي مخې ته راټول کړي.
د علي پاشا په حکم یونیسیس د کلي ټول خلک د کلي مخ ته را ټول کړ ل د یلدرم دې جرنیل د کلي ځوانان دښځو ، کوچنیانو ، زړو او معذور و څخه جدا کړ ل او بیا یې د یونیسیس په ګډون د کلي ټول ځوانان یو په بل پسې له تیغه تیر کړل. خو زاړه ، ښځې ، کوچنیان او معذور یې و بښل ، او هغوې ته یې بیرته په هماغه کلي کې د اوسیدو اجازه ورکړه .
مقدسه پلاره ! مونږ دواړه د تولک د کلي اوسیدونکی یو ، زمونږ د کلي مشر او سردار رستاک دې مونږ د رستاک په حکم دلته راغلی یو او دا خبر مو تاسو ته راوړې دې . رستاک د یونیسیس دکلي د ځوانانو په هلاکت باندې ډیر زیات خواشیني او غمګین دې ، خو د هغه هیڅ په وسه پوره نه دی . ځکه چې د رومیل په ولایت کې د مسلمانانو یو ډیر ستر لښکر د علي پاشا تر قوماندې لاندې پروت دې . په دې ولایت کې چې هر نصراني د سر د راپورته کولو هڅه کوي نو مسلمانان یې سمدستي وژني ، مقدسه پلاره ! دا هغه بد خبرو چې مونږ دواړه تر دې ځایه تاسو ته راوړ .
د قادرخان په دې څرګندونو باندې دواړو پادریانو ، ستر پادري کرسپاس او نائب یې اردیوس ، په خپلو منځو کې یو بل ته وکتل او سرونه یې ټیټ کړل .د هغوې په مخونو باندې د غم او درد نښې او لیکي راخپرې شوې وې ، تر ډیره هغوې دواړه په همداسې حال کې کیناستي و،بیا کرسپاس قادرخان ته مخ کړ او ورته یي وویل :
زه ستاسې د دواړو ډیر زیات ممنون او شکر کونکي یم چې تاسو دواړو دومره زحمت وګاله او دا خبر مو تر مونږ پورې را ورساوه . زه د تولک د کلي د سردار رستاک هم ډیر زیات ممنون یم چې هغه تاسې دواړه ددې خبر د رسولو له پاره دلته را استولي یاست . ګورۍ ! تاسې به تر سهاره پورې دلته میلمانه یاست ، سبا دلته د ټولو پادریانو اوراهبانو غونډه کیدونکې ده ، چې په هغه کې به ډیرې مهمې پریکړې و شي ، دا غونډه مونږ ستاسو د راتلو تر مخه رابللې وه. ځکه چې ددې څخه مخته هم په دې سیمو کې ډیرې مهمي پیښې تر سره شوي دي ، او یوه د هغوې څخه د سرویه د پادشاه ماتي او دسلطان بایزید سره دهغه سوله ده.
تاسې دواړه پوهیږئ چې اسټیفن د بایزید اوعلي پاشا په مقابله کې ماته وخوړه و ددې ماتې به پایلو کې هغه نه یواځې هغه سیمه چې هلته د زرو کانونه دې دسلطان یزید په واک کې ورکړه ، بلکه تر ټولو ستر حماقت یې دا وکړ چې خپله ډیره ښایسته خور ،ډسپنا ، یې هم دسلطان په حرم کې ور ننویسته .
شاید تاسې دواړه په دې پوه نه شئ چې ډسپنا هغه نجلۍ ده چې به ښایست او حسن کې په ټوله اروپا کې مثال نه لري ، د اروپا هر حکمران دهغې سره د واده کولو ارزو او تمنا درلوده ، خو اسټیفن ډیر بد وکړل ، هغه ته په کار وو چې لمړۍ خو یې د جنګ پیلامه نه وی کړې او که بیا یې خامخا جنګ ته زړه کیداې نو داروپایې حکمرانانو څخه به یې مرسته او ملاتړ تر لاسه کړې واې ، بیا به د یوه ستر ا و قوي ځواک سره یو ځاې مقابلي ته ور وتلاې وې نو زه دا ویلاې شم چې په هغه صورت کې به یې سلطان ته ډیره بده ماتې ورکړې وه. او که چیرې دې ته ماتې ور په برخه کیده نو خراج یې باید منلي وې اوخپله ډیره ښکلي او ښایسته خور به یې سلطان بایزید ته نه ورکوله . بس د همدې موضوع له پاره مو سبا غونډه را بللې ده. تاسې دواړه هم تر سبا همدلته اوسئ ،کومي پریکړې چې وشي نو بیا رستاک هم د هغې څخه خبر کړئ ، زما درونو راغلو میلمنو! زه هیله من یم چې مونږ به ډیر ژر په دې و توانیږو چې مسلمانان ددې سیمو څخه چې اوس پرې مسلط شوې بیرته و کاږو .
کرسپاس ددې خبرو څخه وروسته لږ څه توقف وکړ او بیا یې خپل لاسونه و پړکول ، دهغه د لاس داواز سره سم هغه ساتونکې چې بهر په دروازه کې ولاړ و راننوت ، کرسپاس ورته وویل :
دا دواړه زمونږ ډیر د قدر وړ میلمانه دي په دې عمارت کې ددوې د خوراک څښا ک او دشپې د پاته کیدو ډیر ښه انتظام وکړئ، سبا چې د راهبانو او پادریانو دانجمن کومه غونډه کیږي ، دوې به هم په هغې کې ګډون کوي ، دوې مونږ ته ډیر مهم خبرونه را وړي دي . څرنګه چې دوې د ډیر لرې سفر څخه دلته را غلي دي نو دوې به ستومانه شوی وې، نو دوې له ځانه سره یوسه ،او د خوراک څښاک ښه انتظام یې وکړه اوکله چې سبا د انجمن غونډه کیږي نومونږ به دوې خبر کړو اوله ځانه سره به یی راړې .
خپل ساتونکی ته د خبرو وروسته ستر پادري کرسپاس قادرخان ا و مظفرالدین ته مخ کړ او ورته یې وویل :
زما دوستانو! زما د ساتونکې سره ولاړشئ دوې به ستاسې دتم کیدو انتظا و کړي ، سبا به بیا یو دبل سره ووینو.
ددې خبرې سره سم قادرخان اومظفرلدین دواړه دخپلوځایو څخه پورته شو ل او د هغه ساتونکې سره یوځاې دخوني څخه وو تل .
بل سهار کله چې قادرخان او مظفرالدین په خپلو منځو کې خبرې کولې جې د پادري هغه ساتونکي راغې چې ددوې میلیمستیا یې کړ ې وه ، دوې ته را نژدې شو ، ددوې ډیر زیات احترام اودرنښت یې وکړ اوبیا يي دواړو ته وویل .
زما دوستانو ! له ماسره را ځئ ، ستر پادرې کرسپاس تاسې بللې یاست ، همدا اوس ستر پادرې کرسپاس او کوچنې اردیس هملته په همغه کمره کې ستاسې انتظار کوي چې پرون مو وروسره کتلي و،
د ساتونکې په دې خبره قادرخان او مظفرالدین خان لږ څه ټکان غوندې وخوړ او د راغلي ساتونکي څخه یې و پوښتل :
دوسته ! تا وویل چې ستر پادر ې کرسپاس او نائب یې اردیس په هماغه خونه کې دې چې پرون مو ورسره لیدلې و په داسې حال کې چې ستر پادرې مونږ ته وویلي و چې د راهبانواوپادریانو ستره غونډه کیدونکې ده اومونږ به په دغه غونډه کې را بولي ،او هلته به د تیرو شوو حالاتو په رڼا کې د راتلونکوحالاتو په هکله هم تصامیم نیول کیږي .
د قادرخان په دې خبره باندې هغه ساتونکې هغه ته د لږڅه وخت له پاره په غور سره وکتل او بیا یې ورته وویل : درونده میلمه ! ستا خبره سهي ده . لمړۍ خو ستر پادري کرسپاس غوښتل تاسې د پادریانواوراهبانو دانجمن په غونډه کې ور و غواړي خو بیا پوه نه شوم چې څه وشول چې هغه دا کار و نه کړ اوس خودا غونډه خلاصه شوې ده او د غونډی پریکړې هم منځته راغلي دي زما په فکر چې ستر پادري غواړې تاسې د هغو پریکړ و څخه خبر کړي ، نو په دې خاطر تاسې دواړه له ماسره راځئ.
دساتونکې په دې څرګندونو باندې قادرخان اومظفرالدین یو بل ته په غور سره وکتل او بیا یې په سترګو سترګو کې کومه پریکړه وکړه ،دهغې وروسته دواړه دخپلو ځایو څخه پورته شول اوپه چپه خوله دهغه ساتونکې سره یوځاې روان شول .
دې ساتونکې دوې دواړه همغه کمرې ته یوړل چې یوه ورځ دمخه یې دستر پادرې اودهغه د نائب سره په کې لیدنه شوې وه . کله چې دوې هغه کمرې ته ور ننوتل نودواړو پادریانو یې ښه دروند ښه راغلاست وکړ. اوپه خپل مخ کي یې ورته د کیناستو وویل : کله چې قادرخان اومظفرالدین په خپلو خپلو ځایو باندې کیناستل ،نوستر پادرې کرسپاس ورته مخ کړ او ورته یې وویل:
زما دوستانو ! تاسې یې بده و نه ګڼئ ، پرون چې ما له تاسو سره خبرې کړې وې په هغه کې مو پریکړه کړې وه چې نن چې د پادریانواوراهبانو دانجمن کومه غونډه کیدونکې وه په هغې غونډی کې به تاسو ته هم دګډون ویل کیږي، اوکومې پریکړې چې کیږي نوهغه به ستاسو ترمخه اوستاسې په شتون کې وشي . خو وروسته ما دخپلو ملګرو سره د مشورې وروسته تاسو ته زحمت دنه درکولو پریکړه وکړه. زما ساتونکې به تاسو ته ویلي وې چې د انجمن غونډه پاې ته رسیدلې ده . اوکومې پریکړې چې په هغې کې شویدې زه به تاسو د هغو څخه خبر کړم . تر څو تاسو په پوره راز سره دا پریکړې د رومیل ولایت کې خلکو ته ورسوئ ، تر څو دهغوې په عزم کې سستي او کمزورتیا را پیدا نه شي او ورته ووایاست چې د راتلونکې مناسب وخت انتظار وکاږي .
زما دوستانو ! کومې پریکړې چې زه یې تاسو ته ډاګیزه کوم هغه به په پټه توګه د رومیل نصرانیانو ته ورسوئ، مسلمانان باید ترې بلکل خبر نه شې ، که چیرې تاسې په ښکاره توګه د رومیل دولایت نصرانیانو کې دا تبلیغ کړئ نود بایزید سالار علي پاشا به ستاسو پر خلاف متحر ک شي ،اوپه یاد ساتئ چې هغه به په هر صورت تاسې دواړه د مرګ له کومي تیرکړي نو په دې خاطر زه تاسې ته خبر درکوم چې دا پریکړې په ډیره پټه توګه د رومیل نصرانیانو ته ورسوئ تر څو دهغوې هغه پستې حوصلي ددې پریکړو په اوریدو سره بیرته را تازه شي ، اوس چې څه درته وایم هغه په پوره غور سره واورئ ،دا ټولې خبرې نن د انجمن په غونډه کې فیصله شوې دي.
تر ټولو لمړۍ هغه معامله چې په دې غونډه کې تر بحث لاندې راغله ، هغه داده چې د مسلمانو پرخلاف د صلیبي جنګ اعلان وکړل شي . ددې صلیبي جنګ دپیلامې له پاره همدا نن څو هیئتونه د صلیبي حکمرانانو په لور استول شوې دې ، تر څو هغوې هغه په ګوته کړل شوو ځایونو ته خپل خپل لښکر را ولیږي.، په دې لړ کې چې کومو هیوادو ته هیئتونه تللې دي په هغو کې هنګرې ،بلغاریه ، دلاچیه بویریا، سسلي، فرانس ، انګلستان، او دقسطنطنیې پادشاه مینوئل شامل دي . مونږ ددې ټولو حکمرانانو په نومونو لیکونه استولي دي او ورته مو لیکلي دي چې ک چیرې د نصرانیت پایښت غواړي اودا چې که غواړي چې د اروپا خلک دخوشحالۍ نه ډک ژوند تر سره کړي نو بیا دې د اروپا دزمکو څخه مسلمانان بیرون کړي ، او دا کار دصلیبي جنګ د اعلان نه وروسته شونې دې . په دې ډله کې یو قاصد مو د روم پاپا ته هلته ایټالیي ته استولې،د روم دپاپا نه مو غوښتې چې هغه دې د خپل ذاتي پیغام په ذریعې د ټولو اروپایې هیوادونود حکمرانانو څخه وغواړي چې د مسلمانانو پر خلاف د صلیبي جنګ اغاز وکړی ، زه هیله من یم چې د پاپای اعظم له اړخه دداسې لیکونو په لیږلو سره به ټوله اروپا په ډیر قهر اوغضب سره د مسلمانانو پر خلاف را پورته شي .
مونږ دې اروپایې حکمرانانو ته دا پیغام هم استولې دې چې هغوې دې په خپله د خپل لښکر مشرې وکړي اویا دې هغه د ډیرو تکړو سالارانو تر مشرۍ لاندې دلته د یونان لورې ته را ولیږي . تر څو د مسلمانانو پر خلاف یو نه پاې ته رسیدونکې صلیبي جنګ پیل کړل شي ، اودا جنګ به تر هغه وخته پورې روان وې تر څو چې مسلمانان د فاسفورس د بحیرې نه اخواد اسیا اوانا طولیه د میدانو په لور نه وې ټیل وهل شوي .
په دې غونډه کې بله مهمه پریکړه دا وشوه ، چې د مسلمانانو دوه ستر حکمرانان په خپلو منځوکې یو له بله سره و جنګوی ،یو بایزیدیلدرم اوبل تیمور لنګ ، په اوسنیو وختوکې تیمور لنګ د خپلو فتوحاتو لړۍ د هندوستان نه اخوا د شمال اوشرقي روسي سیمو ته ور غځولې ده . څرنګه چې روسان نصرانیان دي نو مونږ باید د هغوې ساتنه هم وکړو ، که چیرې دا دواړه مسلمان حکمرانان همدا ډول خپلو سوبو ته دوام ورکړي ، نو بیا خو به نصرانیت ته نه جبیره کیدونکې زیان ورسیږي . که تیمور لنګ همداسې بریاو ته دوام ورکړي اودهندوستان د نیولو وروسته د مسکو په لور مخه کړي ، لکه څنګه چې اطلاعات دي ، نو هغه به د مسکو عیسایي هیواد هم له منځه یوسي،د بله اړخه بایزید یلدرم دې تاسو پوهیږئ چې هغه په اروپا کې یو توپان را پورته کړې دې. دهغه پلار هم اروپایې حکمرانانو ته په پر لپسې توګه ماتې ورکړي او دهغې د مرګ نه روسته د هغه زوې بایزید یلدرم دا کار پیل کړې دې . اوزمونږ د بدبختۍ دا حال دې چې د سرویه پادشاه اسټیفن خپله ډیره ښایسته خور ډسپنا د بایزید یلدرم په حرم کې ورکړه، دا یو داسې دروند جرم دې چې تل به زمونږ په سینو کې دا غ وي ، ځکه ډسپنا داسې یوه ښایسته اوښکلې نجلۍ وه چې داروپا هر حکمران غوښتل دهغې سره واده وکړي ، نو اسټیفن دې تباه شي چې هغه دغه ښکلي نجلۍ سلطان بایزید ته حوال کړه . اوزه هغه وخت ډیر زیات خفه شوم چې وامی وریدل چې دا کار په خپله د ډسپنا په خوښه تر سره شوې دې.
اوس نودعیسایي سلطنت او د اروپا د پاته سیمو دخوندې کولو له پاره چې کوم کار باید مونږ وکړ و هغه دادې چې په یوډول نه یوډول تیمور لنګ اوسلطان بایزید یو د بل په مقابل کې و دروو، که چیرې دا دواړه مسلمان ځواکونه یو دبل سره ټکر شي نودهغوې ځواک اوتوان به په خپله له منځه ولاړ شي اوپه دې ترتیب به نه یواځې روسی سلطنت په خپل ځاې پاته شي بلکه اروپایې سیمي به هم د بایزید یلدرم د یرغلونو څخه خوندي پاته شي .
ستر پادرې ددې خبرو وروسته لږ څه دمه وکړه . لږ څه فکر یې وکړ اوبیا یې خپله خبرې ته دوام ورکړ.
زما دوستانو !دمسلمانانو دپادشاه تیمور لنګ اوسلطان بایزید تر منځ د جنګ کولو له پاره او یودبل مخې ته په راوړو سره مونږ څه تدابیر نیولې دي، دهغوې څخه یو دا چې زمونږ مخبرانو مونږ ته خبر راکړې چې دتیمور لنګ څه داسې سرداران چې د هغې د رویي څخه نالانه دي هغوې د بایزید یلدرم سره پناه اخستی ده . تیمور لنګ دهغوې د بیرته ورکولو غوښتنه کوي اوبایزید دهغوې د بیرته ورسپارلو څخه ډډه کوي ، ځکه چې هغه هغوې ته په خپل ځاې کې پناه ورکړي . اوهمدا کار ددې دواړو حکمرانانوتر منځ د فساد د راپورته کولو له پاره ډیره ښه بهانه جوړوی ، که په دې لړ کې تیمورلنګ را وپارول شي اوهغه د خپلو هغو سردارانو چې دهغه څخه نالانه دي اود بایزید سره یې پنا ه اخستي د بیرته را ستینو غوښتنه په جدي توګ وکړی نو دبایزید له لورې د انکار په صورت کې به ددوې تر منځ د شخړې نوبت ډیر په اسانۍ سره راځي.
ددې خبرې د نور مخکې تګ له پاره دا تدبیر هم نیول شوې چې د بلغاریه دواړه شهزادګان ، سائرکن اوایکسلا، چې پخوا یې د بایزید یلدرم اوعلي پاشا سره په جنګونو کې هم برخه اخستی وه اونن زمونږ په دې غونډه کې هم موجود وول نو په غونډه کې چې څومره پادریان اوراهبان وول د ټولو مشترکه خبره داوه چې سائرکن اوایکسلا دواړه دخپلو لښکرو سره یوځاې د اروپا څخه ووځي اود تیمور لنګ په لښکر کې دې شامل شي ،تاسې پوهیږئ چې تیمور لنګ نن سبا د هندوستان نه علاوه د شمالي سیمو په نیولو بوخت دې ، په دې فتوحاتو کې به دغه دواړه شهزادګان دهغه پوره پوره ملاتړ وکړي ، اوتر څنګ به یې هغه د سلطان بایزید پر خلاف هم را پاروي ، بلکه د تیمورلنګ په ذهن کې به داخبره ور غورځوي چې د بایزید د لښکر ماتول د تیمور لنګ له پاره ډیر زیات د اهمیت وړ دي ، اوکه چیرې هغه داسې ونه کړل نو د اروپا د فتوحاتونه په فراغت سره به په خپله سلطان بایزید دهغه پرخلاف راولاړ شي . اوهغه به له هر څه سره له منځه یوسي . زما په فکر چې دغه دواړه شهزادګان ، سائرکن اوایکسلا، به په خپل کار کې بریمند شي ، دوې به په یوڅو ورځو کې د خپل لښکر سره یو ځاې د اروپا څخه ووځي ،او دتیمور لنګ په لښکر کې به ورګډ شي، اوپه دې ترتب به دتیمورلنګ اود بایزید یلدرم تر منځ د ټکر له پاره د کار اغاز وشي .
اوس زمونږ تر خه دوه حالات دي ، لمړ ۍ دا چې د اروپا ټول ځواکونه د صلیبي جګړې له پاره تیار شي ، نو که د اروپا ټول حکمرانان چې مونږ ورته هیئتونه استولی دي په پوره اخلاص سره خپلې لښکرې دلته یونان ته راولیږي نو زما په فکر چې د تیمور لنګ اوبایزید تر منځ به د ټکر کولو وخت هم پیدا نه شي مونږ به په خپله د خپل توان او قوت په زور بایزید یلدرم اوعلي پاشا د اروپا څخه بیرون کړو .ځکه چې په دې هکله په خپله پاپایې اعظم هر زمونږ سره دې . کله چې پاپا یې اعظم له اړخه احکامات جاري کړل شي چې دمسلمانانو پر خلاف دې دصلیبي جګړې پیل و شي ، نو زما د فکر په اساس داروپا ټول حکمرانان به خپل لښکر په پوره شوق او جذبي سره راټول کړي چې بیا به دهغې لښکر مقابله نه خو بایزید یلدرم وکولي شي اونه دهغې جرنیل علي پاشا .
خو که چیرې زمونږ د بدبختۍ اوبدنصیبۍ حدود خپل اخري حد ته رسیدلي وې اومونږدخپل دغه جمعي ځواک په واسطه بایزید اودهغې جرنیل علي پاشا ته ماته ورنه کړاې شوه او یا څنګه چې مونږ هیله لرو هغسې د اروپا حکمرانان خپل ځواکونه سره را ټول نه کړي نو بیا به هغه مخکني تدبیر ته عملی شکل ورکول کیږی اوهغه دا چې مونږ به ټوله توجه د تیمور لنګ او بایزید تر منځ د جنګ جګړې له پاره ور اړوو . اوهڅه به کوو چې په هر شونې حال کې هغوې دواړه په خپلو منځوکې په جګړه بوخت کړو. ددې لار ې به تیمور لنک و نه توانیږي چې روسیه فتحه کړي ځکه همدا اوس په روسیه کې یو ډیر ټینګ نصراني نظام دې اودبله اړخه به بایزید ددې وړتیا و نه لری چې په اروپا کې خپل مخته تګ ته دوام ورکړي . زه تاسې دواړو ته دا هم ډاګیزه کوم چې که په اروپاکې بایزید یلدرم همداسې خپل وړاندی تګ ته دوام ورکړي نو بیا یاد ساتئ چې قسطنطنیه به د بایزید تر مخه مقاومت و نه شي کړاې او دا پخوانې او مقدس ښار به دمسلمانانو په ولکه کي راشي .
د کرسپاس ددې خبرو وروسته سمدستي قادرخان هغه ته مخ کړ او ورته یی وویل :
مقدس پلاره ! دغه دواړه تدابیر چې نیول شوي مونږ دواړو ته د ډیر زیات قدر په سترګو ګورو ، زه هیله من یم چې دهغه صلیبي جنګ پیل چې تاسې کول غواړئ نودهغه له پاره که د اروپا حکمرانان د زړه د اخلاصه کار واخلي نو هغوې به د یونان په دې زمکو کې دومره ستر لښکر را ټول کړي چې دهغې په کومک به مسلمانان د دې زمکو څخه بیرون کړل شي . خو که چیرې د بدقسمتۍ څخه داسې و نه شول ، نو دغه بل تدبیر او وړاندیز هم د مسلمانانو له پاره د ډیر زیان سبب ګرځیداې شی . که چیرې تیمورلنګ اوبایزید په خپلو منځو کې یو له بل سره ټکر کیږي نو د مسلمانانو ټولنیز ځواک به ټوټی ټوټي شي اواروپا به تل د بایزید د ګواښ څخه خوندی پاته شي . همدا راز به د روس نصراني حکومت هم د تیمور لنګ د حملي نه خوندي وي .
تر دې ځایه قادر خان خبرې وکړې او بیایې څه فکر کاوه بیایې ستر پادري کرسپاس ته و کتل اوورته یې وویل : مونږ باید د یوه بل صورت له پاره هم تیار واوسو .
د قادرخان په دې خبره باندې ستر پادري کرسپاس ، دهغه نائب اردیس دواړو ټکان وخوړ او قادر خان ته یې وکتل ،خو پخوا له دې نه چې دوې څه ووایې قادرخان یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ. او ویي ویل :
مقدسه پلاره ! دریم صورت دادې چې که چیرې مونږ په صلیبي جنګونو کې بریالي نه شو اوکه چیرې بایزید یلدرم او دهغه جرنیل علي پاشا د صلیبیانو متحده ځواک ته په یونان کې ماته ورکړي نو دهغې نه وروسته چې مونږ کوم دویم صورت اختیاروو،او هغه د تیمورلنګ اوبایزید تر منځه خپل منځې جګړې را پارول دي نو بیا خو مونږ ته دا فکر هم کول په کار دي چې زمونږ انجام به څه ډول وي .؟
د قادرخان د پوښتنې په ځواب کې ستر پادري په ژوره وخندل اوبیا یې په ډیر عجیبه توګه قادرخان ته وکتل او ورته یې وویل :
درونده میلمه ! زه ستا د اندیښنو سره متفق نه یم . لمړۍ خو زه هیله من یم چې مونږ به په صلیبي جنګونو کې بریالي را ووزو . زه همدا راز هیله لرم چې یسوع مسیح اودهغې مقدسه مور به له مونږ ه تر دې حده خفه نه وي چې زمونږ په خپلو زمکو کې زمونږ کومک و نه کړي ، خو که چیرې زمونږ دعملونو په خاطر د یونان په زمکو کې مونږ دماتې سره مخ شو نو بیا هم زه تاسې دواړو ته ډاډ درکوم چې ساېرکن او ایکسلا دواړه شهزادګان به د تیمورلنګ په لښکر کې د ورګډیدو وروسته داسې حالات را پیدا کړې وي چې دبایزید او تیمورلنګ تر منځ ټکر منځته را وړي او بیا همدا ټکر د دواړو لورو ځواکونه تباه کړی ، ددواړو د ځواکونو د تباه کیدو سره سم به بیا دوې ددې جوګه نه وي چې زمونږ پر خلاف کوم عمل وکړي .
ستر پادري کرسپاس لږ څه تم شو اوبیا یې قادرخان او مظفرالدین ته وکتل اوورته یې وویل :
زما درونو میلمنو ! که چیرې تاسو ددېنه زیات دلته په پولوپ جزیره کې تم کیدل غواړئ نو مونږ تاسې ته ښه راغلاست وایو . خو دهغه مقصد له پاره چې تاسې دلته راغلي واست هغه یو ډول تاسې تر لاسه کړ، بیرته خپلو زمکو ته ستانه شئ او په ډیره خفیه اوپټه توګه داپیغام کور کور ،اوکلي کلي ته ورسوئ او ورته ووایاست چې په ډیرو نژدې ورځوکې به په اروپا کې د مسلمانانوپر خلاف یو ستر صلیبي جنګ پیل شي ، همدار از په یونانې زمکو کې اوسیدونکي عیساییان هم ددې له پاره تیار کړئ چې د صلیبي جنګ په تیاریو کې د صلیبیانو د لښکرو پوره پوره بسپنه اوملاتړ وکړي . د زړه د اخلاصه دې هغوې ته وسلي او د خوراک زیرمي تیارې کړې ، که چیرې د یونان خلک همداسې وکړي نو زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د یونان په زمکو کې به د بایزید یلدرم ځواکونه دړې وړې شي .
ددې سره قادرخان او مظفر الدین دواړه دخپلو ځایو څخه پورته شول ، قادرخان یو ځل بیا ستر پادری کرسپاس ته وکتل اوورته یې وویل :
مقدس پلاره ! مونږ خو ډیره ناهیلې دخپلو زمکو څخه دلته راغلي و خو ستاسې خبرو اوارادو زمونږه حوصله او عزم نوې کړ، زه او زما ملګرې همدا اوس ددې ځایه بیرته ستنیږو اودخپل کلي نه علاوه نورو کلیو ته به هم داپیغام ور ورسوو او ورته به ووایو چې د ناهیلۍ ته اړتیا نه شته ځکه چې د مسلمانانو پر خلاف دصلیبي ستر جنګ پیلامه کیدونکې ده او په هغه کې د مسلمانانو په مقدر کې دناکامۍ ، ماتي ، ذلت او رسوایي پرته نور څه نه شته.
ددې وینا سمدستي وروسته قادرخان اومظفرالدین دواړو د ستر پادري کرسپاس او دهغه د نائب اردیس سره په ډیره درنه توګه خداې پاماني وکړه او بیا د کمرې څخه بیرون را ووتل .
دلږځنډ وروسته قادرخان او مظفرالدین دواړه په خپلو خپلو آسونو باندې سپاره شول اود یونان د جزیرې پولوپ څخه بیرته د علي پاشا د لښکر په لورې را روان شول .
پرلپسې لري …….