کور / کتاب / تاخو ويل چې زه به نښه درکړم!

تاخو ويل چې زه به نښه درکړم!

دادې خوست دځوان غزليز بهير سالاري شاعر نورشاه (نوراني) دشعرونو لومړۍ ټولګه ده، چې دا مهال دحيدرخېل ادبي بهير له لوري  تازه دچاپ په ګاڼه سمبال شوې .


 نورشاه نوراني کالونه وړاندې دخوست دځوان کهول  په شعري ډګر کې ديو بريالي انځور ګر  په توګه ځان ځلولی ، دسيمې او هيواد په کچه يې تل دښه شعر ستاينه کيده ،خو څه موده وړاندې حالاتو له شعرڅخه يو څه ګوښه کړی و. دادی له نيکه مرغه ددغه ښايسته ټولګې په خپريدا سره دروان شعري بهير په کتار کې دهمزولو شاعرانو مل شو او خپلو ځوانو جذبو او شاعرانه احساساتو  ته يې کتابي بڼه ورکړه .


ښاغلي نوراني خپل شعرونه په مرغلين تار وپېيل او دپښتو ادب ناوې ته يې  د درنښت اوهمېشني سينګار لپاره دښايسته او خوشبو لرونکو ګلونو  اميل ډالۍ کړ.