کور / z_buitenland_news -- 5 / پولنډ او آمريکا د توغنديو ضد سيستم موافقې ته ورسېدل

پولنډ او آمريکا د توغنديو ضد سيستم موافقې ته ورسېدل

پولنډ او آمريکا دتوغنديو ضد دفاعي سيستم (سپر)  پرسر موافقې ته ورسېدل


ايترتاس  ((ИТАР-ТАСС )) 01.02.2008
اندريې سورژانسکی



دروان کال دفبروری په لومړی نېټه له واشنگتن څخه دايترتاس خبر يال اندرې سورژانسکی  خبر ورکړ چې واشنگتن دپولنډ په خاوره کې دتوغنديو ضد دفاعی سپر(پرو ،ПРО)  دځاي پر ځاي کېدوپه اړوند له پولنډی چارواکوسره موافقې ته ورسېد .


دې موافقې ته درسېدوپه هکله خبر نن  دپولنډ دبهرنيو چارو وزير رادوسلاو سيکورسکی لخوا اودآمريکا دبهرنيو چارودوزيري  کانډوليزا رايس سره  ترخبرو وروسته  خبريالانو ته  اعلان شو .


ددې تړون دلاسليک په مقابل کښې دآمريکا متحده ايالاتو بشپړه تياري وښودل  چې  دوي به دپولنډددفاعي وړتيا دلازياتی پياوړتيااوهغو خطرونوددفعی په مقابل کې کوم چې  دآمريکا لخواپه پولنډ کې دتوغنديو ضد سپر دجوړېدوپر سر دغه هيواد ورسره مخامخ کېږي اړينې مرستی کوي   .


دپولنډ دبهرنيو چارو وزير په خپلو خبر کې څرگنده کړه چې زه هغه وخت پدې لازيات ډاډ من  اوباوری شوم کله چې مي دآمريکا له جگپوړوچارواکو سره له نږدې کتنې وکړې  .


يادونه :  ((ПРО ))  پرو، یوه روسی کليمه ده چې معنا یي دهوایي حملوپه مقابل کې دفاع ده  ،دا اصطلاح په ۱۹۸۰ م کال کې هغه وخت راپيداشوه چې دشوروی اتحاد اوآمريکا تر منځ سړه جگړه دومره توده شول چې امريکا اعلان وکړدوي به په فضاکې داسي سيستم اوپايگاجوړه کړي چې دشوروي له  خوا ددوي اودوستان پر خلاف  ئې هر توغول شوی راکټ په هوا کې له منځه يوسی  . ژباړن


دريانوستی ديوبل خبر له مخی  دآمريکادبهرنيو چارو وزيري کاندولیزا رایس دتيري جمعې په ورځ   دپولنډ سره تر موافقي وروسته خبريالانوته  په يوه مطبوعاتي کنفرانس  کې څرگنده کړه چې  په اروپا کې دآمريکا لخوا په پولنډ کې دتوغنديو سپر اوچک کښي درادار  سياستم ځاي پر ځاي کول په هيڅ صورت دآمريکادپخوانی ((دفاعی ستراتيژی دابتکاراتو))  دپروگرام تکرار نه دی ،کوم چې درونالد ريگن لخوا يو وخت طرحه کېده . داهغه طرحه ده چې ماپورته ورته اشاره وکړه .ژ


هغې په خپلو خبروکې توضح کړه چې داکاملأ له هغۀ پخوانی سره تفاوت لری اودمحدودی دفاع په منظور پلې کيږي . دتوغنديو داسپر نشی کولاي دروسیې  دستراتيژيکی توغنديو سره سيالی اومقابله  وکړی .


هغې وويل : په پولنډ کې  دتوغنديو سپر اوپه چک کې درادار  سيستم  په هېڅ صورت  دروسيې دزرهاو هستوي خوليو ياپه عاميانه اصطلا ح  مرميودکمزوره کېدو  توان نلري ، اوداموخه  هم نلرو. رايس وويل دواړه هيوادونه (روسيه او امريکا) پدې هکله دخبرو ددوام علاقمندان دي اوداخبرې به دوام ولري .