کور / خبرتیا او پيغامونه / د ګران ليكوال صالح محمد صالح سره خواخوږي

د ګران ليكوال صالح محمد صالح سره خواخوږي


 





په  بلجيم  کي  د  افغان  کلتوري  بهير د غمشريکۍ  پيغام  ،


په  بلجيم  کي  د  افغان  کلتوري  بهير  مشرتابه  جرګه  او  اړوندان  يي  د  ګران  او  لايق  ورور  صالح  محمد  صالح  په  ورپيښ  غم  کي  ځان  ، شريک  ګڼي  ٠


د  لوی  پروردګار  څخه  اقبال  ته  د فردوس  جنت  غوښتنه  کوو  او  خپل  درانه  ورور  صالح  او  د  هغوۍ  ټولي  کورنۍ  ته  د  زړه  صبر  غواړو  ٠ 


په  بلجيم  کي  د  افغان  کلتوري  بهير


د مشرتابه  جرګې  په  استازيتوب


حاجي  امين  باوري


بروکسل


 




د تسليت  پيغام



ګران صالح  محمد صالح ته دهغه دعمه دزوي دشهدات له امله دخواخوږۍ اوتسليت مراتب څرگندوم !


په ډېره خواشنيۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ستاسو دکورنې نږدې غړی  اقبال جان  په ظالمانه توگه دنامعلومو کسانو لخوا په شهادت رسېدلی  .   انالله وانا اليه راجعون


زه پداسي حال کې چې شهيد اقبال جان  ته دلوي څښتن له دربارنه د فردوس جنت غوښتنه كوم ،ګران دوست  صالح صاحب  ،دمرحوم كورنۍ ټولو غړو اودوستانو ته دلوي څښتن له دربارنه د صبر غوښتونه کوم .


روح دې ښاداوجنتونه  دې په نصيب شی .


دروزگان ملي مهالنۍ خپروني مسول


حبيب الله غمخور





د ګران ليكوال صالح محمد صالح سره د سيستان جرېدي د چلوونكي غمشريكي
!


ډېر خواشيني سولو چي د محترم او ګران ليكوال او ژورناليسټ صالح محمد صالح د عمه زوئ اقبال  د نامعلومو زسلوالو كسانو لخوا په ډېره بې رحمۍ سره  په شهادت رسدلى دى او له مرحوم څخه واړه ماشومان پاتي سول .


انا لله وانا اليه راجعون


موږ د خداى (ج) حضور ته لاسونه لپه كوو او شهيد ته د جنتونو غوښته كوو او د صالح صاحب په ګډون يې ټولو دوستانو ته د جميل صبر غوښتونكي يو .


په درنښت



د سيستان جريدې چلوونكي


________________________________________________________________________


د ګران دوست صالح  محمد صالح سره د عبدالودود هجران د خواخوږۍ مراتب!


په ډېره خواشنيۍ سره مي د ګران ورور صالح صاحب د عمه د زوئ اقبال د شهادت خبر تر لاسه كړچي په ناځوانمردانه توګه  د وسلوالو غلو لخوا شهيد سوى دى . قاتلينو ته دي يې څښتن تعالى سزا وركړي .


انالله وانا اليه راجعون


زه شهيد ته د الله (ج) له دربآر څخه د فردوس جنت غوښتنه كوم ، ګران ورور صالح ټولي كورنۍ او ټولو خواخوږو ته يې د جميل صبر غوښتونكى يم


په ډېر احترام


عبدالودود (هجران)


________________________________________________________________________


د صالح محمد صالح سره د بست فرهنګي ټولني غمشريكي !


د بست فرهنګي ټولني ټول غړي د پياوړي ليكوال اوژورناليسټ صالح محمد صالح د عمه د زوئ ګران اقبال د شهادت د خبر په تر لاسه كولو سره د لايتناهي خواشني څرګندونه كوي .


انا لله وانا اليه راجعون


د كورنۍ او ټولو دوستانو سره يې په غم كي ځان شريك بولي او شهيد ته د خداى پاك (ج) څخه د جنتونو غوښتنه كوي او ټولو دوستانو ته يې د جملي صبر غوښتونكي دي .


په درناوى


بست فرهنګي ټولنه


________________________________________________________________________


د صالح محمد صالح سره د عزيز احمد شفيع د خواخوږۍ مراتب !


په ډېره خواشينۍ سره مي نا ببره د ګران دوست صالح د عمه د زوئ  اقبال د شهادت خبر تر لاسه كړ .


انا لله وانا اليه راجعون


زه د شهيد اقبال د ټولو دوستانو سره د مرحوم په غم كي ځان شريك بولم او قاتلينو ته يې خداى (ج) له دربار څخه د سزا غوښتونكى يم  او ده ته جنتونه غواړم  او د صالح په ګډون يې ټولو دوستانو ته د جميل صبر غوښتونكى يم


په درناوى


عزيز احمد شفيع د بې بې سي د ټلوېزيون خبريال


هلمند





د لراوبر ويبباڼي د همکارانو له خوا :


موږ د خپل ملګری ، همکار او  دافغانستان او افغان ولس يو له پياوړي ليکوال ، ژورناليست او ژباړن  ښاغلي صالح محمد صالح او ددوی له کورنۍ سره دده د عمه د زوی په غم کي ځانونه شريک ګڼو . او له خدايه پاکه د ارواښاد اقبال لپاره د مغفرت دعا کوو .


موږ دعا کوو چي خدای دي ټولو هغو خدای ناترسو انسانانو ته د حقي لاري لارښوونه او هدايت وکړي څوک چي د څو پيسو لپاره د يو چا ځواني بربادوي ، ماشومان يې يتيمان کوي ، ميرمن يې کونډه کوي او مور يې بوره کوي .


په درناوي


د لراوبر ويبپاڼي د کارکوونکو له خوا


 

.