ګلاب مې اخیستی اور دی

36 | اپریل 18th, 2010


سره سره اورونه اوری زما په ارمانونو
ړانده بمونه اوری زما په ارمانونو

کلی کلی پاتې نه شو جوړه هدیره شوه
تل راکټونه اوری زما په ارمانونو

ما له د ګلو هار وې زما خوږه هيواده
اوس خزانونه اوری زما په ارمانونو

هیلې مې خاوری شولۍ صبر په ختمیدو دی
مدام غمونه اوری زما په ارمانونو

چا له وژاړم چه ګلاب مې اخیستی اور دی
غمجن ګلونه اوری زما په ارمانونو

«

Copyright Larawbar 2007-2024