غزل

رفيع الله مندوخېل | اپریل 18th, 2010


دچاستـــــرګې مي په زړه کي لاره ګوري
سندريزې چينې غــــــــــره کي لاره ګوري
ستاښـــائيست مي له وجودنه بهرنه ځي
داکه مـــــوج دى ،په راده کي لاره ګوري
ټيټې ستــــــــــــــــرګې په رو،روقدم اخلي
لکه نـــــــــــــاوې چي واده کي لاره ګوري
کله کله لاندي تــــــــــــــــــــــلوته لاره نه وي
هوښياران به په خاتــــــــه کي لاره ګوري
ستاپرذهن خــــــــــــــــپرېدوته مي پرستې
تخيل مي په وېښتـــــــــــه کي لاره ګوري
ترشنوونولاندې،شنـــه چينــه کي لامبي
ګوره وړانګوته ځنګـــــله کي لاره ګوري
لاروي دلويــــــــې لاري ورتـــــه تـــــــــــم شو
توري سترګې ئې په وره کي لاره ګــوري

لېږونکئ :
رفيع الله مندوخېل ، ږوب سوهېلي پښتونخوا
Cell # 0092-300-3937628
rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024