کور / کیسه / ګومان دايمان زيان وي

ګومان دايمان زيان وي

دمازدیګرلمرپه بریوتوو دګلرنګ کاکالمسي دموږه په غاړه کې پړی ور اچولی و اودمیدان لورته یې راکشاو
دکلي خلک په میدان باندي راټول و دخلکوپه منځ کې پیرګی ولاړو پیرګي ښګته زمکې ته کتل دکلي ځوانانو په پیرګې پوري خندل ټوکې ټکالې یې ورباندي کولې دپیرګې زیړوسترګو اوخړمخ له لري په هغه باندي دغلاشاهدې ویستله ګلرنګ کاکایې ترڅنګ ولاړو خپل زوړ خوتکړه لاس یې دپیرګي په ګریوان کې خښ کړی و دپیرګي ترشاولاړیوبل سپینږیري په لوړاوازوویل یاره ګومان دایمان زیان وي زه خو په پیرګي باندي
ډیر پخواشکیدلی وم چې غل دی زماپه ګومان هغه دملاصاحب سیرلی هم ده پټ کړی په کلي کې بل داسي بې لارې سړی نه شته پیرګي سترګې راپورته کړې غوښت یې چې یوڅه ووایې خو دځوانانوخندا دهغه خبره دهغه په ستونکي وروچه کړه
په خنداحنداکې یوځوان په بې باکۍسره وویل ښه شو چې رسواشو کنه نو په یوڅه وخت کې به کلی له سارویو خو څه له چرګانونه به هم خلاص شوی و دځوانانو خندالانورزورواخیست چې دکلي ملاصاحب دخلکوډلې ته رانیزدې شوګلرنګ کاکاپه فتحانه ډول ملاصاحب ته وویل ملاصاحب راشه چې دهغه ورک سیرلي غل مې درته پیداکړی داځل پیرګي یوڅه په جرات وویل نه ملاصاحب دخدای قسم دی که ستاسیرلی ماغلاکړی وي هغه وخت خوزه په ښارکې وم پیرګي غوښت چې نورهم څه ووایې خو دګلرنګ کاکا دڅپیړې شړک غلی کو
ګلرنګ کاکا پیرګي ته په مخ یوه داسي څپیړه ورکړه چې دپیرګي مخ سوراوشین واوښت په سترګوکې یې اوښکې راماتې شوې ملاصاحب په یوه پسته لهجه ګلرنګ ته وویل ګل رنګه وهه یې مه پریږده چې سبادخیردکلي مشران په ګډه یوه سزاورته وټاکې شاګل چې یوڅه له پیرګي څخه لري ولاړو دخلکو له منځ څخه یې راغږکوملاصاحب که زمامنئ نو هم دااوس یې مخ ورتورکړئ اودخرپه شایې سپورکړئ اوپه ټول کلي کې یې وګرځوئ ترڅوټول کلیوال په دې پوه شي چې دغله انجام څه وي ګلرنګ په یوه ترخه مسکاکې ورته وویل هو زماهم داخوښه ده سباته بایدپاته نه شي ملاصاحب غوښت چې ګلرنګ ته دمشرانو چرګه ګۍ ورپه زړه کړي خو ګلرنګ ورته وویل نه ملاصاحب مږیې زماغلاکړی ده ته بایدسزاهم زه ورکړم له میدان څخه په لیږفاصله کې دیوو دیوال له کونج څخه یوې سپین سارې ملاصاحب ته راغږکوملاصاحب یوڅوګامه ورتیرشو چې بیرته راستون شو نو په مخ یې یوه غریبه لمحه خپره وه په کراره یې وویل انالله واناالیه راجعون بیا یې ګلرنګ ته سترګې ورواړولې ګلرنګه! دابدمرغه د اوس لپاره پریږدئ چې میرمن یې په حق رسیدلې
دګلرنګ لاس دپیرګي له ګریوان څخه وخاته هغه اوښکې چې لیږمخته دپیرګي په سترګوکې یوڅه غلې شویې وې بیا راوټوکیدې پیرګی په مړوپښو دکورپه لورروان شو په میدان ولاړو خلکویواوبل ته وکتل یو پکې په کراره وویل میرمن یې مړه شوه یوبل پکې دتایدسروښوراو هو پرون دولسوالۍ ډاکتر ورته ویلې و چې ډیر ژریې دښارروغتون ته ورسو خو ده پرون ټوله ورځ په پیسو پسي تیره کړه خپلې پیسې یې نه درلودې خو ترنن غرمې لاچاورته سوری غران هم نه و ورکړی زه خووایم چې دامږیې هم دهم دې مجبورۍ په خاطرپټ کړی کنه ماته پیرګی غل نه ښکاریږي