کور / کیسه / راکټ

راکټ

يوه ورځ دبرښنادوزارت مرستيال دبرښنا وزيرته وويل چي دبرښنا لين شارټي کړيدي که جوړ ئي نکړو ډيره خرابي به وکړي ٠ دبرښنا وزيرامروکړو په راکټ ئي وولي چي تخريب اوله منځه لاړشي مرستيال ورته وويل نه وزيرصاحب بايد جوړ ئي کړو وزير ورته وويل په جوړ موړ دي نه پوهيږم يواځي پدي ښه پوهيږم چي په راکټ ئي وولم اوله منځه ئي يوسم مرستيال بيا ويل نه نه وزير صاحب په راکټ ئي مه وله وزيرورته وويل مونږته به هروخت پاکستاني ا وايراني جنرالانو ويل چي دبرښنا لين په افغانستان کي په راکټ وولې٠ته ښه پوهيږي که پاکستاني يا ايراني جنرالان بل کارستاسونشته دي کله لينونه جوړوي اوکله مکتبونه داراکټونه مونږ سره دڅه دپاره دي دالينونه اودامکتبونه به پري ولو چي اور واخلي او جهاد تازه شي زمونږ مشرانو به هروخت همدا خبره کوله چي هرشي مخي ته درځي په راکټ ئي ولي مونږ دمشرانو خبره منله ډيرلينونه ،مکتبونه ښارونه او روغتونونه مونږ په راکټو ويشتلي دي اوجهادمونږ پري کړيدي جهادڅه ته وائي په راکټ ئي وله داجهاددي هرڅوک به چي ښه نشانزن وه هغه ته به مونږ ملا راکټي ويلي چي اوس يوملا راکټي انتخاباتوته ولاړ دي اودصدارت دعوه کوي که هغه وګټله بيابه دراکټ چيانو دوره راشي اوراکټونه به په اوږو ګرځوو٠ يازمونږ نورنشانزن چي اوس ملي اتلان دي ريسان دي وزيران دي واليان دي وکيلان دي سناتوران دي داعادي خلک نه دي دوي به ښه راکټونه ويشتل دادهغو راکټو برکت دي٠چي اوس غټي غټي څوکي لري خارجيان او داخليان ورته په درنده سترګه ګوري دپيسو خزاني اوکارخاني لري بيروني بانکونه ئي ډ ک کړيدي ټول په نوروهيوادوکي کورونه لري چي نن خلع سلاح شوه سبا تښتي دوي دي وطن ته څه مجبوريت لري که جوړوه جوړبه وي اوکه ناجوړ وه نا جوړه پوه شوي مرستيال صاحب دراکټوويشتل دومره فايدي لري پنځه دبرښنا لينونه پنځه مکتبونه اوپنځه ښارونه په راکټونوووله خپله وزارت درکوي خپله نور وزيرئي ځکه داکار هرعادي انسان نشي کولي ترڅوچي ئي دخلکو په زوره ولواوقتلولوکي سترګي نه وي پخي هغه راکټ نشي ويشتلي چي سترګي پخي شوينه وي بياامريکا غربيان اودولتيان ټول ترينه ډاريږي بيابه سري سترګي ګرځي زړه ئي چي قاچاق وړي که پردي ځمکي غصبوي هيڅوک ئي بيامخه نه شي نيولي هغه ته ښه قوماندان وائي چي ښه غلاکوي ښه زړه ور وي پوه شوي اوکه نه ؟ دبرښنا شارټ شوي لين په راکټ ووله چي ګټه وکړي ٠ بل به دي نوم هم ملا راکټي شي