مجاهد: د سنډې ټايمز راپور تش تبليغ دى

56 | اپریل 20th, 2010


وسلوالو طالبانو د سنډي ټايمز ورځپاڼې هغه راپور رد كړ چي، په كي ويل شوي و، ددې ډلې مشر ملا محمد عمر په افغانستان كي د واكمنۍ په فكر كي نه دى او له امريكا سره خبرو اترو ته چمتو سوى دى.

د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد له يوه نامعلوم ځاى څخه، د تليفون له لاري ازادي راډيو ته ددې راپور د ردولو په ترڅ كي، د سنډي ټايمز راپور تش تبليغات بللي.

د لندن سنډي ټايمز ورځپاڼې دا راپور د دوو جګپوړو طالب مشرانو په حواله چي، نومونه يې نه و ياد سوي، خپور كړى او په كي ويل شوي و چي، د طالبانو مشر له امريكا سره خبرو ته حاضر شوى.

Copyright Larawbar 2007-2024