د كندهار د ښاروالۍ مرستيال ووژل سو

56 | اپریل 20th, 2010


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، د كندهار د ښاروالۍ مرستيال د نامالومو وسلوالو له خوا په ډزو وژل سوى دى.

دغه وزارت په يوه خپره كړې اعلاميه كي ويلي چي عزيزالله يارمل تېر ماښام په كندهار ښار كي وژل سوى دى.
اعلاميه وايي چي پوليس ددغي پيښي د عاملينو د نيولو په هڅه كي دي.

لا تر اوسه د كندهار ښاروالۍ د مرستيال عزيز الله يارمل د وژلو مسئوليت كومي ډلي نه دى منلى.

Copyright Larawbar 2007-2024