غزل

سعيد لودين | اپریل 21st, 2010


زما دپاره يو جهان يې ته به نه يې خبر
له ستورو ډک راته اسمان يې ته به نه يې خبر

دسترګو توره صدقه دې شم دمينې په نوم
دزړه په کور کې مې جانان يې ته به نه يې خبر

پرما ګواه د څوارلسم سپوږمۍ پوښتنه وکړه
زخمي زړګى ته مې درمان يې ته به نه يې خبر

په هغه ځاى کې دسپرلي ګلونه وغوړيدل
په کومه لاره چې روان يې ته به نه يې خبر

زه بهادرې دى زړه چاودى کړمه کله راځي
دکور څراغ يې زما ارمان يې ته به نه يې خبر

Copyright Larawbar 2007-2024