راځي

سعيد لودين | اپریل 21st, 2010


دانن چي لاړشي دزړه سره بيا به کله راځي
زه به دغمه شمه مړه چي ته دکابله راځي

خلک وائي دکابل مڼي خوږي دي ترتا
ته به دسرو مڼوسره ماته ګله راځي

چي سترګي پټي کړمه خوب نه راځي
دغمونو لمبي يوه دبلي پسي بله راځي

پام کوه چي تريو راته تندي نکړي
چه بيا دخلکو په خبروباور زما کامله راځي

که دي دلري راته جان اوقربان ونه ويل
داسري مڼي به داستا په سر يوه يوه پخپله راځي

که مڼي هرڅومره خوږي وي ګراني
ته دشاتونه خوږه ماته هر کله راځي

که دي زما جار اوقربان پکاروي
مخي ته زما به څو څو ځله راځي

زه ميا محمد بشريار داوعده کومه
دټولو خوږونه به ته نمره اوله راځي

»

Copyright Larawbar 2007-2024