کور / تازه خبرونه / امنيه قومندانۍ د اخلاقي جرمونو يو مېلمستون نيولئ

امنيه قومندانۍ د اخلاقي جرمونو يو مېلمستون نيولئ

دکابل دامنيه قومندانۍ په کابل ښار کي داسي يوميلمستون نيولى چې په کې چينايي ميرمنو اخلاقي جرمونه (زنا) عمل ترسره کاوه .


دامنيه قومندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچاروريس جنرال عليشاه پکتياوال وويل چې دوو چينايي ميرمني يونيپالى اودوه تنه افغانان چې دکابل ښار دنوي ښار په مربوطاتو کي يي داخلاقي فساد و پټ مرکزاوشرابخانه جوړه کړې وه تيره شپه نيولي اودغه مرکز يي تړلي دي .


 


جنرال پکتياوال ويل چې دوي ددغه شان کسانو په اړه پلټني اوعمليات پيل کړي دي اودداسي کسانوپه اړه يي دقيق مالومات پيداکړي دي چې ډيري دغه شان کسان شته چي دميلمستون په نوم يي دفحشاوو مرکزونه جوړکړي دي .


پکتياوال ويل چې ددغه کسانود نيولو په وړاندې يي را اخستي خو هغه وويل چې يوشمير خنډونه يي په مخ کي پراته دي .


هغه ونه ويل چې دغه خنډونه څه دي خو ويل يي چې دغه شان مرکزونه بندوي نو ديوشمير چارواکيو لخوا پرري فشارونه راوړل کيږي .