کور / تازه خبرونه / د سيم کارتونو د خپل-سري خرڅلاو په وړاندي عمليات

د سيم کارتونو د خپل-سري خرڅلاو په وړاندي عمليات

 دکابل پوليسو دکابل په ښار کي دهغه کسانو دنيولو او د سيم کارتونو دراټولو په وړاندې عمليات پيل کړي کوم چې په خپل سر په ښار کي پلورل کيږي اوياهم دخلکو دځوروني او ازارو سبب ګرځي .


دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو د تحقيق اومبارزي ريس جنرال عليشاه پکتياول وايي چې دغه کسانو دکابل ښار په سرچوک ،مکروريانونو،خيرخاني اونوي ښار په سيمو کي مرکزونه درلودل .


پکتياوال ويل چې دغه کسانو به يوشميرکورنيو ته ستونزي پيدکولو اويابه هم له همدې سيم کارتونوڅخه ماشوم تښتونکيو، وژونکيو ،دجنايي جرمونوکي ککړو کسانو اوياهم په ځني ځايونو کي نورو وران کارانو تري ګټه اخستله .


پکتياوال ويل چې ددغه سيم کارتونو دخرڅلاو او استعمال په توري  له ١٥نه زيات کسان نيوي اونظارتخاني ته اچولي دي .


دمخابراتو   دوزارت وياند عبدالهادي هادي  دپوليسو څخه منندويي وکړه چي ددغه کسانو په نيونه يي لاس پوري کړ.


نوموړي وويل چې په وار وار يي دپوليسو څخه غوښتي وو چي کسانو مخنيوي وکړي خو ايله يي اوس ونيول .