دپښتوادب او امن دوه ورځنئ کانفرنس پای ته ورسېد

د لراوبر اداره | اپریل 22nd, 2010


دوې ورځی وړاندې دسهیلی پښتونخوا په تاریخي سیمه بوري کښې دپښتو ادبي کاروان بوري له لوري څخه یو ستر دوه ورځنئ کانفرنس جوړ شوئ وو ددې کانفرنس ایجنډا وه ٫ پښتو ادب او امن ودې ستر او په زړه پورې کانفرنس له خیبرپښتونخوا کوټې چمن ژوب کلاسیف الله ٫ مسلم باغ٫ دکۍ٫ سنجاوۍ٫ آن له کابل او کندهار څخه دپښتو ژبې دیر ستر لیکوالان او شاعران راغلي وو ٫


دغه کانفرنس چي مازیګر پر څلور بجې پیل شو لومړئ دمحمدعلی عمری له لوري دقرآن پاک په سپېڅلو آیتونو سره ددې کانفرنس آغاز وشو ٫ وروسته بیا دراغلو شاعرانو له لوري په دې کانفرنس کښې مقالي وویل شوې سي دشپې تر ۱۲ بجو پوري یې دوام درلود البته دغه کانفرنس د بوري ښار په ناظم هال کښې ترتیب شوئ وو ٫


له مقالو وروسته بیا دغه ټول راغلي میلمانه لیکوال او شاعران له همدې ځایه څخه بل ځای ته یعنی دسردار یعقوب خان ناصر بنګلې ته په موټرو کې یو وړل شو ٫ چي یو ډیر خوندور ځای وو ٫ هلته ما دا احساس وکړو چي که دښاغلی محترم یعقوب خان ناصر له خپلې ژبې پښتو سره مینه نه وای نو بیا یې دې شاعرانو ته چیری په دې بنلګه کښې ځای ورکاوه کله چي دشپې پر دوولس بجې دې خوندورې بنګلې ته شاعران راورسېدلو نو سمدلاسه دې ټولو شاعرانو او لیکوالانو ته یوه ډیره خوندوره میلمستیا برابره شوې وه کله چي ډوډۍ وخوړل شوه بیا نو دخوب وخت وو ټول راغلی میلمانه په ډیره فراخ او داډه زړه ویده شو .


سهار پر اته بجې دپښتوادبی ملګري ټولنې له لوري څخه دې راغلو مېلمنو ته ډیر ښه دچایو بندوبست شوئ وو ٫ کله سي یې چایه وخوړلې له هغه وروسته بیا دموټرو په ذریعه دبوري وضلعي هال ته دغه راغلی میلمانه ورسول شو ٫ او هلته بیا دامن په اړوند سمدلاسه مقالې پیل شوې چي تر یوې بجې پورې یې دوام درلود ٫ پر یوه بجه بیرته دغه ټول میلمانه یادې یوې بنلګې ته ورسول شو ٫ او هلته بیا دې ټولو مېلمنو ته ډوډۍ ورکړل شوه ٫ او بیا ماسپښین پر ۳ بجې بیرته دغه میلمانه یادشوی هال ته راوستل شو٫ او بیا مقالې پیل شوې چي تر ۹ بجو پورې یې دوام درلود له ۹د بجو وروسته بیا یوه ډیره خوندوره مشاعره پیل شوه ٫ چي پکې دلر او بر شاعرانو ګډون درلود٫


دسټیج جارې یې خوږ ژبې شاعر ښاغلي سلطان زخپیل پر مخ بوولې ٫ دغه خوندوره مشاعره آن دشپې تر څلور نیمو بجو پورې دوام درلود ٫ او وروسته له څلورنیمو بجو دغه خوندوره مشاعره او کانفرنس پای ته ورسېد په دې کانفرنس کښې دځینو لیکوالانو او شاعرانو یادونه ضروری ګڼم ٫ لکه ٫ له خیبر پښتونخوا څخه راغلي ستر لیکوال او شاعر ډیر دروند شخصیت ښاغلئ سلیم راز صاحب٫ او دهغه ملګرئ٫ ښآغلئ سلیم بنګش صاحب ٫ دروند شاعر٫ ښآغلئ اقبال فنا صاحب ٫ پیاوړئ شاعر درویش درانئ٫سابق صوبایي وزیر ښاغلي مولوی امیر زمان صاحب دروند استاد ښاغلئ سعید ګوهر صاحب ٫ ښاغلئ محمود ایاز صاحب ٫ نوښت ګر شاعر ښاغلئ سعدالله سعید زابلي ٫ عادل اڅکزئ صاحب ٫ ډاکټر محمدشفیق صاحب٫


له ګران افغانستان څخه راغلي میلمانه٫ تکړه جورنالیست او شاعر ٫ ښآغلی غوث الدین فروتن ٫ صاحب٫ په افغانستان کښې دویښ ځلمیانو په نامه دټولنې مشر٫ دکمپیوټر په ډګر کې نړېواله جایزه ګټونکئ ځوان ښاغلئ اسرار احمد صاحب ٫ او ښاغلي علی احمد سباوون٫ دپښتوادبي ملګري ټولنې دملګرو دله مینې ډک چلند دپاره داسي الفاظ نلرم چي پکي ستاینه یې وکړم ددوي مینې او خلوص بې اختیاره دابیت وسړي ته وریاداوه چي


په سترګوکي ځای درکړم که په زړه کې اې جانانه — په کوردننه خوښ یې که په وره کې اې جانانه


6


7


5


8


 


9


11


15


16


18


4


3


2

Copyright Larawbar 2007-2024