کندوز:طالبان وايي په شمال کي يې بېلابېل بريدونه کړي

46 | اپریل 23rd, 2010


دوسلوالوطالبانو يوتن وياندوې ذبيح الله مجاهد لراوبرويب پاڼې ته په خپل يوپيغام کې د هيواد په شمال خييزو ولايتونوکې په بيلابيلونښتوکې بهرنيو اوکورنيو ځواکونو ته دسرزيان اړولو ادعاء کوي . دي وايي چې تيره ورځ څلوربجې دمرکزې بغلان د(قلعه کهنه ) په سيمه کې د کورنيو اوبهرنيوځواکونو سره نښته رامنځ ته شوي چې دده پروينا د2 ټانکونوويجاړيدوترڅنګ 12 کورنې اوبهرنې عسکرپه کې وژلې شويدي هغه د يوطالب دوژلواو2 نورودټپي کيدلوخبره هم وکړه.
خوله بل لورې دمرکزې بغلان امنيه قوماندان امين منګل لراوبرسره په خبروکې ديوملي پوليس دسطحې ټپي کيدوپخلي وکړ ،اوزياته يي کړه چې په ياد نښته کې 7 وسلوال طالبان وژل شوي او 4 نور ټپيان دي .
همدغه راز طالب وياند زياتوې چې تيره ورځ د کندوزپه چهاردره کې ديادې ولسوالې امنيه قوماندان باندې بريد شوي چې 2 پولس په کې وژل شوي او3 ټپيان دي.
دغه راز تاجکستان سره پرته دکندوز دامام صاحب ولسوالې کې هم تيره شپه دلسوبجوپه شاوخواکې دغوروقشلاق په سيمه کې داربکيانو سره په نښته کې دهغه پروينا درې تنه ځايي مليشې وژل شوي او 2نور ټپيان دي خو دچهاردرې ولسوال عبدالواحدعمرخيل وويل چې دطالبانو دا ادعاء بې اساسه ده چې ګنې په امنيه قوماندان دي بريدشوې وي عمرخيل زياته کړه چې اوس د دولت ضد وسلوالو سره دچهاردرې په اشخاش سيمه کې جګړه روانه ده خو دمګړې دواړه خواووته دتلفاتو مالومات نه کيږي .
سربيره پردې طالبان وايي چې بيګاه 7 بجې يي د تخارولايت د درقد په ولسوالې کې په يوه امنيتې پوسته بريد کړي چې په پايله کې يوپوليس يي وژلي او 2 نوريي ټپيان کړيدي خو درقد ولسوال لراوبر سره په خبروکې داخبره رد کړه اوزياته يي کړه چې دوي دبريدکوونکيو نه 2 کسان وژلې او 3 يي ژوبل کړيدي
شاکرزياته کړه چې دملا ذاکرپه نامه دوسلوالو طالبانو يو سمميز قوماندان چې دخواجه بهاوالدين شورتوغېې دسيمې څخه وو په دغه نښته کې وژل شويدي دهغه په وينا دغه نښته شپږنيمې بجې پيل شوي وه چې دشپې تردولسويي دوام درلوده .

Copyright Larawbar 2007-2024