مور نه لرم

36 | اپریل 23rd, 2010


اوس چي خاموشه یمه شور نلرم
خدایه تیاره ده کورکي مور نه لرم

دمــــوردعـــابه وه لښکر راسره
دښمنه پړیمــــه نـــور زورنه لرم

دکلي هر دیـــوال تـــه ســاه شړمه
بې مورې څه مزه کړي کور نه لرم

دژوند له خونده به مې څه وپوښتئ
ساړه نغري ته ناست یم اور نه لرم

سعیده زه شوم دپښتون پـــــه شاني
څوک به دعا راکړي غمخور نه لرم

«

Copyright Larawbar 2007-2024