مبارک شه

36 | اپریل 24th, 2010


ذهنونه چې ډيوي شوي دا رڼا مو مبارک شه
ای ټولو پښتنو دا پښتونخوا مومبارک شه

خېبر ئې تل دستار دی اوپښتونخوا ئې همیش تن
په سر هسکه شمله تل د بابا مو مبارک شه

جذبه د قام د مینې پاریدلي په وجود کې
غېرت وینې راخپله کړه لیلا مو مبارک شه

روحونه دي خوشحاله د ولې بابا او اجمل
باچاخان نظریو کې هره ساه مو مبارک شه

موجونو ځان سینګار کړ فکر مست خمار اتڼ کړي
د مینې محبت نوي دونیا مو مبارک شه

د ژوند لفظونه ناڅي نسیم ستوریه جوړ اختر دی
منزل په لور ګامونه په بیا بیا مو مبارک شه

Copyright Larawbar 2007-2024