هره ورځ ۱۸ امریکایی پوځیان د ځان وژلو هڅه کوی

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 23rd, 2010


د امریکا پوځی اخبار ( آرمی ټایمز ) نن راپور ورکړ چی هره ورځ ۱۸ مجرب امریکایی پوځیان د ځان وژلو کوښښ کوی . خبر وایی چی د میاشتی ۹۵۰ ناروغه پوځیان د ځان وژنی هڅه کوی چی د دې څخه ۷٪ یې په ځان وژلو کی بریالي کیږی او ۱۱٪ چی په لومړي ځل کامیابه نسی نو په مابعده نهو میاشتو کی حتمأ دوهم وار د ځان وژنی هڅه کوی .
راپور زیاتوی چی په ۲۰۰۹ کی د هغو پوځیانو د جملې څخه چی په عراق یا افغانستان کی یې وظیفه اجرا کړې وی ۱۶۲۱ نرینه او ۲۴۷ ښځینه پوځیانو د ځان وژلو کوښښ کړی دی ( چی د دې څخه ۹۴ نرینه او ۴ ښځینه پوځیان په ځان وژلو کی کامیابه سوي هم دي ) .
راپور وایی چی د خورا ډیرو مصارفو او پرله پسې کوښښونو سره سره د جنګېدلو پرځیانو د ځان وژلو دا بهیر مخ په ډېرېدو دی .

Copyright Larawbar 2007-2024