بلخ:اوه پروژى گټى اخستنى ته وړاندى شوى
د کليو د بيارغونى او پرا ختيا وزارت د ملى پيوستون پروگرام اوه پروژى پدى وروستيو کى د بلخ په ولايت کى گټى اخستنى ته وسپا رل شوى ، دا خبر د ملي پيوستون د پروګرام د رسنيو چارو مسول احمد جمشيد احمدي لراوبر ته په رالېږلې خبرپانه کي ليکلی دی .
د خبرپاڼي له مخي پدى پروژوکى د برښنا د توليد ديوى شبکى او د يوه ټولنيز مرکز جوړول، د(٨٠٠٠) مترو په اوږدوالي دسړک ترميم او شگى اچول ، دڅښاک داوبو د(١٨) څاگانو کيندنه او په هغو باندى دﻻسى بمبو نصبول شا مل دى .
يا دى شوى پروژى د (١١٦٨٠٠٠) افغانيو په لگښت بشپړى ا و څه د پاسه (١٢٧٥) کورنى ترينه گټه اخلى.
د یادوني وړ ده چي کليو بيا جوړنی او پراختيا وزارت په اډانه کي د ملي پيوستون پروګرام د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي ولس ته ټولګټي اسانتياوي برابري کړي دي .