فراه : د ناټو اړوند یوه څرخکي بېړنۍ ناسته کړې ده
د ناټو او ايتلاف مطبوعاتي دفتر لراوبر ته ليکلي چي د فراه ولايت په اړوند يوه سيمه کي يې څرخکه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناستي ته اړه سوې ده ، خو طالب وياند قاري يوسف نن سهار په کابل کي زموږ همکار ته د ټيلفون پر ليکه وويل چي مجاهدينو يې په فراه کي د خارجیانو يوه څرخکه ويشتلې چي وروسته ډېر ژر کښېنستله او نوري څرخکي يې مرستي ته راغلې . په دې پېښه کي د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره سوي .