کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا:دعدليې وزارت د نيويارک ټايمز تورونه رد کړل

امريکا:دعدليې وزارت د نيويارک ټايمز تورونه رد کړل

 


د امريکې د متحده ايالتونو د عدليې وزارت د نيويارک ټايمس ورځپاڼي هغه تورونه رد کړي چي گواکي د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت په عراق کي د بلاک واټر د کمپنۍ کارکونکو ته له قانوني تعقيب څخه د ساتلو وړانديز کړی و.
د نوموړي وزارت يوه وياند پرته له دې  چي د موضوع پر جزئياتو باندي  وږغيږي، وويل: دا ټولي هسي بېځايه خبري دي.
د بلاک واټر ۹ (توري اوبه) د کمپنۍ پر پيره دارانو باندي دا تورلگول سوی، چي د سپتمبر د مياشتي په نيمايي کي يي په عراق کي 17 تنه پخپل سر ويشتلي دي.


د براک کمپنۍ له خوا اوس هم په زرګونو تنه کارکوونکي په عراق کي د ډيرو لوړو معاشونو په بدل کي په کار بوخت دي .