کور / کتاب / (د ميني وږمه)د ارواښاد م. ابراهيم خواخوږي شعري ټولګه

(د ميني وږمه)د ارواښاد م. ابراهيم خواخوږي شعري ټولګه

 د ميني وږمه  د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي  د شعرونو لومړي ټولگه ده، چي په اسلام  اباد كي د خواخوږي ادبي او كلتوري ټولني   له  خوا په (۱۴۹) مخو كي، پر سپين كاغذ  او رنگه  پښتي  د(۱۵۰۰) ټوكو په شمېر ، د د ارواښاد خواخوږي د پنځلسمي تلينې په اړه چاپ سوې ده.
په دې شعري ټولگه  كي  د خپرندويه ټولني ياداښت، د علامه رشاد بابا(رح) او ښاغلي غرزي خواخوږي  پر سريزو سربېره ، د ارواښاد خواخوږي (۱۰۹) عنوانه  غزلي او شعرونه راغلي دي.


د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي  ژوند ليك


د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږى  د دُر محمد خان زوى، د۱۹۲۰  مېلادي كال د فبروري د مياشتي پر ۲۸ نېټه د كندهار  ولايت په ماله جات كي وزېږېد. مرحوم خواخوږى  په ۱۹۲۶ مېلادي كال  ښوونځي  ته شامل سو او د متوسطه دورې  تر فراغت وروسته  د لوړو زده كړو  له پاره  عالي دارالمعلمين  ته شامل سو  او په ۱۹۳۸  مېلادي كال  كي  د نوموړي دارالمعلمين  څخه فارغ او د كابل په حبيبيه لېسه كي  د ښوونكي  په توگه مقرره سو.
 د استاد خواخوږي  لومړى شعر  په ۱۹۳۴ مېلادې كال كي  دكندهار د طلوع افغان  په ورځپاڼه كي  خپور سو.
ارواښاد خواخوږى په ۱۹۴۶ مېلادي كال كي د كندهار د كوكران  د ليلې ښوونځي  د ښوونكي او  او تدريسي آمر په توگه و ټاكل سو. په ۱۹۴۸ مېلادي  كي د كندهار  د احمدشاه بابا د عالي لېسې د مدير  په توگه مقرر سو.
استاد خواخوږي د افغانستان  د ويښو ځلميانو  د سياسي گوند  له لومړيو كلو  څخه   په  سياسي مبارزه  كي فعاله ونډه درلوده.
مرحوم خواخوږى  په ۱۹۵۰  مېلادي كال كي  د دولت  له خوا  د ويښ ځلميانو  د سياسي فعاليت  په تور ونيول سو او زندان  ته  واچول سو، چي  د ويښ ځلميانو  د گوند لومړى بندي  گڼل كيږي.
مرحوم خواخوږى  د زندان څخه تر خلاصېدو وروسته  په شخصي كار شروع  وكړه او په ۱۹۵۶  مېلادې  كال كي  جبراً  كابل ته  واستول سو او په پښتو ټولنه  كي د مسلكي  غړي په توگه مقرره سو.
په ۱۹۵۷ مېلادي  كال كي  د راډيو افغانستان  د نشراتو  د څارني د مدير  په توگه  او په حبيبې لېسه  كي د پښتو د استاد  په توگه  مقرره سو.
په ۱۹۵۹ مېلادي كال د راډيو  افغانستان د رياست  د مرستيال   او په استقلال  لېسه كي د تاريخ  دښوونكي په توگه مقرره سو.
په ۱۹۶۰ مېلادي كال كي  د پوهني نندارې  د رياست  د معاون په توگه  او د نادريې  په لېسه كي  د تاريخ  د ښوونكي په توگه مقرره سو.
په ۱۹۶۲ مېلادي كال  د پوهني تياتر  د رئيس  په توگه مقرره سو.
په ۱۹۶۳ مېلادي كال د مطبوعاتو د وزارت   د ادبياتو  د لوى امر  په توگه  مقرر سو.
په ۱۹۶۶ مېلادي كال كي  د اطلاعاتو او كلتور وزارت  دكتاب خپرولو موسسې  د رئيس  په توگه  وټاكل سو  او په همدې كال يې د شهيد محمد هاشم ميوندوال سره  په مترقي ديموكرات حزب كي  خپل سياسي فعاليت ته دوام وركړ.
په ۱۹۶۷ مېلادي كال كي د افغانستان د عامه كتابخانو  د رئيس په توگه مقرر سو.
په ۱۹۷۱ مېلادي كال كي  د پښتو  د ودي   او پرمختيا د رئيس په توگه مقرر سو.
په ۱۹۷۳ مېلادي كال كي جبراً تقاعد ته سوق سو.
ارواښاد خواخوږى  په ۱۹۴۲ مېلادي  كال كي  د تعليم او تربيې  كورس  او په ۱۹۶۲  مېلادي كال  د ژورناليزم  كورس په  بري سره سرته ورساوه .
په ۱۹۶۱ مېلادي كال كي د افغان چين  د دوستۍ  د ټولني  غړى او په ۱۹۶۹ مېلادي كال   په افغانستان  كي  د يونيسكو  د ملي كميسيون  د غړي په توگه انتخاب سو.
مرحوم خواخوږى د افغانستان  د فرهنگ د ستايلى كارمند( پوهنپال)  عالي درجه تر لاسه  كړې وه او په ۱۹۴۶ مېلادي كال كي يې د پښتو  اوله درجه  ادبي جايزه   او په ۱۹۵۹  مېلادي كال كي يې د رحمان  بابا جايزه په شعر كي واخسته.
ارواښاد خواخوږي  ته په  ۱۹۶۵  مېلادي كال  كي  د اعلي حضرت  محمد ظاهر شاه  د حضور له خوا  د مينه پال  دوهمه  درجه  نشان  او په ۱۹۶۹ مېلادي كال  كي  د مينه پال  دسرو زرو نښان وركړه سو.
مرحوم خواخوږي  په ۱۹۷۳ مېلادي كال كي  د سعودي  عربستان  د بادشاه  د اعلي حضرت  ملك فيصل  په بلنه  د حج  مباركه فريضه اداء كړه.
استاد محمد ابراهيم خواخوږى  د ۱۹۹۲ مېلادي كال  د اكتوبر  پر ۲۴ نېټه  د زړه د ناروغۍ  له كبله  په  كابل كي  وفات سو.


د ارواښاد خواخوږي  څخه دا اثار  پاته سوي دي :
1. د ميني وږمه ( شعري ټولكه)
2. حكايت نه دى حقيقت او درد دى
3. يوه  ژړوونكې منظره
4. مرغلره او تورخان
5. شين خالۍ او گلالى
6. د گوستاولوبون لنډي خبري
7. دوه ځوانيمرگ مېنان
8. د شعرونو  دوهمه ټولگه
9. د شعرونو درېيمه ټولگه