کور / تازه خبرونه / خوست : ساري ناروغۍ زيات شمېر څاروي وژلي دي

خوست : ساري ناروغۍ زيات شمېر څاروي وژلي دي

  په خوست کې د ساري ناروغيو له امله يو زيات شمېر څاروي له منځه تللي دي


  خوست والي ارسلا جمال خبر ورکړی چې د خوست ولايت په ځاځميدان ولسوالۍ کې د يوې ساري ناروغۍ له کبله په زرګونو څاروي وژلي شويدي


 جمال  ياده سوې ساري ناروغي تورلنګی وباله او زياته کړه چې دنوموړې ناروغۍ دمخنوي  لپاره هيڅ ډول دارو درمل په خوست کې دکرنې اومالدارۍ رياست په  لاس کې نلر ي


 دخوست والي پر خبره که مرکزي دولت يې ورسره په مخنوي کې همکاري ونکري نو لري نده چې زيات شمېر مالدران وروڼه به دپولۍ ټک ته کينوي ده زياته کړه   چې نوموړي ناروغي په چټکی سره نږدې نورو لکه يعقوبيو،عليشرو اوباک ولسواليو ته  د خپريدو په حال کې ده .


بل خوا په  سيمه کې ځايي خلک د والي له  خبرو سره غبرګ وايي که ديادې ناروغی مخه به بيړه ونه نيول شي نو ټول څاوري به يي له منځه و لاړ شي او په  ژوند به يي ډيره  بده اغيزه وکړي