په لوګر کی مظاهره چیانو ۱۵ ټانکرونه وسوځول
د الجزایر ( النهار ) ورځپاڼه د ناټو ، کابل ، او فرانس پریس آژانس په حواله خبر ورکوی چی د لوګر په پل علم کی په سلګونو خلکو اعتراضی مظاهره وکړه او د امریکا او کابل پر ضد یې سخت شعارونه ورکول . ځکه ، ناټو هلته د عملیاتو پر مهال درې ملکی خلک شهیدان کړي وو خو ویل یې چی طالبان یې له منځه وړي دي . مظاهره چیانو وروسته هغو پنځلس ټرکونو او ټانکرونو ته اور واچاوه چی ناټو ته یې اکمالات رسول .
ناټو ( په تیره امریکایان ) اوس د شورویانو پر پل خپل پل ایږدی او د خپلو تلفاتو انتقام د ولسی خلکو څخه اخلی چی پایلي یې ورانی ښکاری .