په کندهار کی یو امریکایی جګړن مړ سو

34 | اپریل 25th, 2010


پنتاګون اعلان وکړ چی وړمه ورځ د کندهار په هوایی ډګر کی یو ۵۳ کلن امریکایی جګړن مړ سو ، خو دا یې و نه ویل چی آیا هغه ناروغ و که یې ټکر کړی دی . مګر طالبانو پرون ویلی وو چی تیره شپه یې د کندهار د هوایی ډګر ګارنیزیون په راکټونو ویشتلی خو تلفات یې معلوم نه دي . اوس واضح نه ده چی دا به د هماغه حملې نتیجه وی که یا .
په هر صورت ، دغی پیښی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۵۰ ته ورسول .

Copyright Larawbar 2007-2024