طالبان:په کندوزمو دبهرنيوځواکونو2 ټانکونه له منځه وړي

46 | اپریل 26th, 2010


دوسلوالوطالبانو يوتن وياندې ذبيح الله مجاهد لراوبر ويب پاڼې ته دټيلفون پرمټ وويل : چې د دوې ملګرو تيره شپه 9 بجې دکندوز ولايت دشت ارچې ولسوالې کې دبهرنيوځواکونو دوه ټانکونود ويجاړيدوترڅنګ ټولوسپاروته مرګ ژوبله اړولې ده. همدارنګه نوموړې زياتوې چې په دبدخشان ولايت په وردج ولسوالې کې بيګاه درې بجې په پوليسوبريد کړې چې دهغه پروينا په دغه بريد کې 7 پوليس وژلې اد 5 نورېې زوبل کړيدي مګر دبدخشان ولايت چارواکو دطالب وياند داعاء پخلې ندي کړي.
شيخ سعيدالدين دارچې ولسوال لراوبرته وويل چې تيره شپه دشپيشل فروس په هوايي بريد کې يوسمييزطالب قوماندان نورمحمد چې دګورتيفې مسوول وو ووژل شو.
ددي ترڅنګ طالب وياند اعاء کوې چې نن شپه درې بجې دسرپل ولايت مرکز کې په کمربندپوسته بريدکړې دي ، چې په پايله کې اته کسه پوليس وژلې دي خو دسرپل چارواکو تراوسه پورې څه ندي ويلې .

Copyright Larawbar 2007-2024