کور / رسنۍ / طاق ظفر مجله د لومړی ځل لپاره په هند کې چاپ شوه

طاق ظفر مجله د لومړی ځل لپاره په هند کې چاپ شوه

په هند کې د لومړي ځل لپاره د طاق ظفر په نوم  مهالنۍ مجله د نوي او عصري ژونالیزم د  اصولو په نظر کې نیولو سره په نوي ډیزاین چې ټولټال  ۳۲ مخونه او ۷ ۲ سرليكونه لري، په پښتو، دري او انګلېسي ژبو له چاپ څخه راووتله.
د پښتۍ په لومړي مخ یې د کابل په پغمان کې د افغانستان د  ازادۍ د ویاړ څلي طا ق ظفر منظره تر سترګو کېږي.
طاق ظفر د خپلې لومړنۍ ګڼې په پاڼوکې په نوي ډیلي کې د افغان محصلینو، سیاسي، اقتصادي ټولنیزې، معلوماتي، او نورې بوختوونکې لیکنې رانغاړي.
د طاق ظفر مجلې موسس او د امتیاز څښتن په هند کې دIP  پوهنتون دJIMS  کالج د ژونالیزم پوهنځي د درېیم کال محصل، سیدمعروف همدرد دی.
د طا ق ظفر  مسول مدیر د نوموړي پوهنتون د دویم کال محصل عبدالما لک بهادر او مرستیال يې د درېیم کال محصل محمد حق دی . طاق ظفر د قیام الدین سباون لخوا چې د هند په نوي ډیلي کې د IP پوهنتون د USIT کالج د B. Tech IT پوهنځي د دویم کال محصل او د کتابونو او مجلو یو نوښتګر ډیزاینوونکی دی، ډیزاین شوې ده.
دا چې ولې افغان محصلینو دغې مجلې ته د طا ق ظفر نوم ورکړی دی د لومړنۍ  ګڼې په سرلیکنه کې داسې اشاره ورته شوې ده.
د ۱۲۹۸ لمریزکال د زمري په ۲۸ مه نېټه چې د ۱۹۱۹ م کال د اګست ۱۹ نېټې سره برابره ده، د افغانستان دبشپړې خپلواکۍ تړون لاسلیک شو او انګرېزانو په لومړي ځل په خپل استعماري ژوند کې لویه سیاسي  او نظامي ماتې وخوړه.
اعلیحضرت امان الله خان د دې لوی بري په یاد د کابل په پغمان کې دطا ق ظفر په نامه د بري یوه لویه دروازه جوړه کړه او د هغه غازیانو او شهیدانو نومونه یې پرې ولیکل چې د خپلواکۍ په سپېڅلې مبارزه کې یې مېړنۍ او بریالۍ برخه اخیستې وه.
دا د ویاړ څلی لا تر اوسه پر خپل ځای سرلوړی ولاړدی او خلک د یوه سپېڅلي او مقدس یادګار په توګه لیدو ته ورځي. موږ د خپلواک افغانستا ن اوازا د  هندوستان د دوستۍ د لا ټینګولو لپاره د طا ق ظفر خپرونه په هند کې د افغان محصلینو لخوا خپروو.
طاق ظفر به هڅه وکړي چې په دغه خپرونه کې خپل ځوانان دخپلو ملي ویاړونو، ملي تاریخ، ملي ګټو او ملي ورورۍ په برخه کې تنویر او لویه هیله به مو دا وي، چې دوی د بېلا بېلو علومو په برخه کې خپلې زده کړې  د خپل ګران خو وران هېواد په ودانولو کې پلی کړي.
په هند کې د دغې مجلې بنسټ د افغان زده کوونکولخوا کېښودل شو اودا دی د طاق ظفر مجلې لومړۍ ګڼه چاپ او د مینه والود مطالعې وګرځېده.