کور / کیسه / يامونږ نه پوهيږو يا دا خلک

يامونږ نه پوهيږو يا دا خلک

ښه مي په ياد دي لکه پرون ورځ کله چي په اصطلا ح مجاهدين کابل ښارته راننوتلو نو داسي چور اوچپاو ئي شروع کړو چي ددونيا په تاريخ کي داسي بي رحمه غله چا نه وه ليدلي
چي نه ئي دچا شخصي دارائي پريښوده اونه ئي دچا په لاس کي ساعت پريښودپه هره کوڅه او سرک کي به ولاړوه بيت المال ئي چور کړو شني دولتي وني ئي پري نه ښودي اوهرڅه ئي دغنميت په نوم راټولول اوبيائي دونډ په نوم سره و يشل ٠توپونه اوتانګونه ئي په بمونو والوزول اوکباړ ئي کړل چي ددوي دراتګ سره نوي اصطلا حات وطن ته راغلل لکه پاټک پاټکيان کباړ کباړيان ونډ اوداسي نور ٠
چي خبره راڅخه اوږده نه شي ٠ يوه ورځ دکابل ښار په ده افغا نانوکي يوکيسه بورپه اصطلاح مجاهدينو ونيوه او موټر ته ئي جګ کړو په موټر کي کيسه بور په زوره ناري وهلي اي خلکو زه کيسه بوريم اوغلو نيولي يم٠
کرزي صاحب اوس په هغو غلو افغا نستان جوړوي داچي دکرزي صاحب څخه افغانانو څه هيلي لرلي هغه په اوبو لاهو شوي اوبو يوړي٠
کرزي ښه ديپلومات دي ښي خبري کوي عمل ئي نه شته ښه ديپلومات هغه دي چي دوه مخي
وي دوه مخي ته په پښتوکي پښتون نه وائي ځکه دپښتون زړه اوخوله بايد يوه وي اوپه اسلام کي دوه مخي ته بل څه وائي زه نه غواړم وئي ليکم ٠
کرزي صاحب ئي هم کري اوهم ئي ريبي پخپله کرزي صاحب دخپلي کابيني څخه پرده پورته
کړي وه اوپه لوړا وازئي ويلي وه چي دا لوړ لوړ تعميرونه دانوي ماډل موټرونه اوپه خارج کي بانکي حسابونه دا ټول ددي کابيني دي اوسي ئي بيا هغه کا بينه رامخکي کړي او وزيران تري جوړوي يا مونږ نه پو هيږو يا داخلک