کور / کیسه / دډولکي بابا زيارت

دډولکي بابا زيارت

که مونږ خپل ولسي ژوند ته نظر واچوو نو دژوند چاپيريال له ډيرو ښکلا ګانو ، خوږو کيسو او رواجونو نه ډک دی چه زمونږ هيواد وال پری پوره باور لري او غواړی چې دا سلسله جاري وساتي يو هم له دغو رواجونو څخه په کليو او بانډو او ښارونوکی زيارتونو ته دتګ سلسله ده چه د کلونو نه راپه دیخوا دا لړۍ روانه ده .
خو زيارتونو ته د تګ په وخت کی زيارت ته د داخليدو ځانګړي اداب شرایط او رسوم وي چې باید زیارت کونکي یې په پام کې ونیسي .
زيارتونو ته ډېر کله دکلی پيغلې او ښځې ورځي خو پټه دې نه وي چه ډېر نارينه هم زیارتونه پالي ورځي او باور پرې لري .
بیلا بیلو زیارتونو ته دغه تګ وراتګ ډېر کله د مرادونو دغوښتنې لپاره تر سره کيږي خو کله نا کله همد ا زیارتونه میله ځایونه هم وي په ځینو زیارتونو د کال په مشهورو ورځو لکه دنوروز ، اخترونو ، اخرې چارشنبې او نورو ورځو ښځې راټولېږي او مېلې جوړوي .
وایي افغانستان د اولیاء وطن دی ددې هېواد په ټولو سیمو کې زیارتونه شته چې خلک ورته عقیدت لري او له ډېرو هېلو سره یې زیارت ته ورځي . په کابل کې د عاشقان او عارفان زیارت . شاه دوشمشېره او ګڼ نور . بلخ کې د سخی صاحب روضه ، په کندهار ، کې بابای ولي او نور ، همدارنګه هرات غزني زابل او نور ولایتونه هم زیارتونه لري .
خو ماته د ننګرهار زیارتونه ځکه په یاد دي چې په کوچنیوالي کې مې ددې زیارتونو نومونه ډېر اورېدلي دي .
هغه چې زما په یاد پاتې دي دجلال اباد دامير شهيد زيارت چې دامير شهيد په باغ هم مشهوردی .، د لعل قاسم اغا ،او ډولکي بابا زیارتونه چې هره چهارشنبې ډلۍ ډلۍ ښځی ورته روانې وې ، دمياجي صاحب زيارت چه دګوځڼ یا فلج دناروغانو د شفآ لپاره مشهور دی .
تور خم ته نېږدې د سړک په غاړه دګردی غوث صاحب زيارت دې چې دخلکو په عقيده دزيړي دپريکولو رسيدلی شخصيت په توګه پيژندل شوی. رابر ترې د مياعلی صاحب زيارت دمشهورو زيارتونو څخه دی چې د ډيرو مودو دليونيانو دشفاع مرکز ګڼل کېږی او اوس هم بی لیونیانو نه دی . وایی چې دغلته لیونیان تر څلویښت ورځنۍ څېلې وروسته رغېږي او عقل یې ځای ته راځي ، بل دسره رود موی مبارک زيارت او د چکنور اخوند زاده زيارت هم د يادولو وړبولم . چې ډېر خلک ورته عقیدت لری
ډير نور زيارتونه به هم وي خو دا هغه زيارتونه دی چه ماته دوړکوالی څخه په ذهن کی را پاتې دي .

زیارتونه که له یوې خوا د خلکو د روحانی عقیدت او درناوی ځایونه ده له پله پلوه په ادب او فکلور کې هم د زیارتونو یادونه ډېره شوې ده په دې اړه ګڼې سندرې ، سروکې او پښتو لنډۍ ویل شوي دي .
په کليوالي ودونو کی مې ډېر کله د مستو پيغلو په سندرو کی د زيارتونو لنډۍ داسی اوريدلی دي :
پیره بابا په ډاګ یې وله
په تا تېرېږي دېوانه بابا له ځینه
په دې لنډۍ کې په کوزه پښتون خوا کې د پیر بابا د مشهور زیارت یادونه شوې ده
کله ناکله په لنډیو کې له یو بله داسې پوښتنې کوي
سوال دې په کوم زیارت قبول شو
حال راته وایه چې لنګر یې تودومه
خو ه کله چه دکلیوالو پيغلومرادونه حاصل نه شی نو بيا وايي زیارت کوم نه را رسيږی
يا ټګه زه يم ياويده دي زيارتونه.
داسې ګڼې نړرې لنډۍ هم شته :
یو کال به بل هم درته تېر کړم
زیارت خو نه یې چې جنډې به دې ساتمه
ته چې زیارت په زیارت ګرځې
تانه لومړی په زیارت ما ایښي لاسونه
دلیونۍ ارمان پوره شو
په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه
مشهورې سندر غاړې قمرګلې بیا زیارتونو ته داسې یو سروکی ویلي :
زه به جاروکړم زيارتونه
په تورو څڼو
که می قبول کړی دا سوالونه
شینکي بابا
وایی چې د شینکي بابا زیارت هم د ننګرهار د روداتو په سیمه کې دی
کلونه پخوا کله چې زه وړه ومه نو د خپلې مور سره په ډېرو زیارتونو ګرځېدلې یم ، موربه مې ډېر کله خپلو زامونو ته دنيک عمل دوعاګانی کولی چه خوشبختانه ددریو نارينه ډاکټرانو دمور افتخار يي تر لاسه کړی خو داچې ولی یې مونږ جنکيانو ته دوعا نه کوله په دی خو تر اوسه پوری هم نه پوهيږمه
هغه زیارتونه چې زما په یاد دی یا ورغلې یم هغه د جلال اباد ښار کې د ډولکی بابا زیارت وو چې ډېرو خلکو به ددې زیارت له منجور ملنګ نه د خپلو ماشومانو لپاره بندونه اخیستل . دا چې د څه لپاره اوس مې سم نه دي په یاد
اوس کلونه وشول مساپره یم ډېر څه مې هېر شوی او يه دې هم نه یم خبره چې ایا اوس هم ښځې او نجونې زیارتونه هماسې پالې او هماسې یې تاوده ساتی کنه ؟
په یا د مې دي :کله چې زه دننګرهار په الايي ليسه کې زده کونکې ومه نو د خپلو نورو همزولو ټولګیوالو سره به د ډولکي بابا زیارت ته تللو . نه پوهېږم ولې مې هغه مهال له بنګړیو سره ډېره لېوالتیا لرله ، ما به زيارت تر څنګ ناستو بنګړیوالو ښځو څخه خپل مړوندونه له بنګړیو ډک کړل . خوزما دا بنګړي په تل د ښونځي د نظافت ښونکې لخوا ماتېدل . ځکه هغه مهال دا د ښونځی اصول وو چې نجونې په بنګړي نه اچوي .
خو يو څه چې اوس مې هم په زهن کې پاتې دي هغه داچې ډولکی بابا ته د ننوتلو ځانګړی شرايط وو زيارت کونکی بايد بوټونه او څپلۍ وباسي اوبيا د زيارت خپوخواته ودريږی او د مراد د غوښتنو په هيله بيایو قلف وتړي نو هره چهار شنبه به راځي او خپل قلف به ګوري که چيرته د خدای په قدرت او دزيارت په برکت قلف خلاص شوی وی نو خو بيا مراد غوښتونکی دی جڼده هم وتړي ، ځینې خلک بیا حلوا راوړي او په زیارت کونکو باندې یې ویشي .
د یوې کېلوالې نجلۍ له خولې مې زیارت ته یو شعر لېکلی:
نور به جنډې په زېارت نه تړمه
نور به دمينې او اشنا په نامه
ولي بابا ته خيراتونه نه وړم
نور به يي نوم په خوله وانخلم زه
نور می په زړه باندی داغونه نه ږدم
نور نو اشنا له تانه نه غواړمه
نویې په تمه د وفا نه کینم
دعاشقان او عرفان په نامه
د جمعې شپه کې ډېوې نه بلوم
نور مې نیت کړی
ننګرهار ته ورځم
د ډولکي بابا مزار ته ورځم
پکی مړوند می له بنګړو ډکوم
بیا په زیارت ورته یو یو ماتوم
ځان سره غټ اوسپنیز قلف وړمه
دا ځل پخه ورته جنډه تړمه
بيا مخامخ ورته دريږمه زه
ورنه يو سوال به د بښنې کوم
ورته د زړه ټولې خبرې کوم

داورته وايمه بيا نه راځمه
خو زه يو سوال لرمه
زړګی می صبر له اشنا کړه بابا
دغه مې سوال ده مراد راکړه بابا
دا تور ې شپې موږ ته صباکړه بابا
دزړه زخمونه می دواکړه بابا
چه نه يي نوم او نه اشنا يادوم
نه يي يادو نه نه خندا يادوم
تانه د صبر کنډول ډک غواړم
به تورو شپود رڼا څرک غواړم
بيا به په تا باندې لاسونه نه ږدم
بيا به جنډې په مزار نه تړمه
که تا مې دا هېله تر سره نه کړه
د سر ګلونو ګيډۍ نه دروړمه
بيا به بنګړی په لاس کی نه ګرځوم