صفيې خورې ودي ليدل چې خارجي عسکروڅه وکړل ؟

د لراوبر اداره | مې 1st, 2010


تيره شپه خارجي عسکردپارلمان دوکيلي صفيه صديقې  په کورهم ورغلل اودهغې کورئې دنورومظلوموافغانانودکورنوپه څیروپلټل اوڅه چي ئي خوشه وه هغه ئي ترسره کړل اويو ئي له دوستانو  هم ورووژل اوصفيه هغه څوک ده چي دافغانستاداشغال له  اوله بياتراوسه  ترهرچاډیره اخلاصمنده وه اوددیمکراسۍ په لارکې هررازتکلیفونه په ځان وګالل .


څووارې بريدونه هم ورباندي وسول دبغلان له پيښې هم روغه  ووتله  کله  چي په بغلان کي چاودنه وسوه څووکيلان کي ووژل سول خوددي بخت کاروکړروغه تري ووتله اوله هغه ځايه يي دازادي راديوله لاري دوستان خبرکړل چي زه روغه رمټه يم اوبل ځل  ددي په ساتونکوباندي دننګرهار ولايت دخوګياڼوپه ولسوالۍ کي بريدوسودې په هغه ورځ ډیرسخت ترورست اوترورزيم وغندل اوهغه عمل ئې ترورستې عمل وبلل په هغې پيښه کې ددي یوساتونکی وژل سوی واودهغه وژنه  دجګړې له امله رامنځ ته سوي وه  خودي بياهم  له خولې لاس اخستی واوڅه چي په خوله ورتلل صرفه ئي نه کوله اوداعمل يې نه يواځي چې په وارواروغندل بلکي دايي دبشردحقوقوددښمنانوکاروبلل اودنه بښلووړعمل يې باله .


شپې کړنه ئي چندان ونه غندله تنهادومره ئي وويل چي خارجي عسکرزمونږدښمنان دي اوزه به ضرورداموضوع په پارلمان کي راپورته کوم صفيه موضوع په پارلمان کي وروسته له هغه پورته کوي چي ددي د ښمن  ددې کورته ورورسيدل اوددي دکورټول سامان ئې په به بل مخ واړول اودکورنۍ غړی ئې ورته ووژل   افغانان هره ورځ له پارلمانه غواړي چي زمونږغم وخورې مونږته هره شپه دهيوادپه هره سيمه کي دغه دښمن چي تاسي هم دښمن وبلل دارنګه عمل راسره کوې اوای وکيلانوکه دخپلوموکيلينودفاع نسي کولای اقلا استعفاوي خوورکړئ يواعتصاب خووکړئ . مونږهره ورځ داسي وژنې  لکه دصفې دکورنې غړی امان الله چي ووژل تردي لاهم زيات زياتی راسره کوې داووشپوماشومان موراوژنې کورونه موپه سپيوپلټې داخلې ضميربایللي عسکرمودښځوګيڼې اوپیسې هم له کورونولوټه وي دیووشهيدپه ځای موپه درجنووژنې خومونږبله هيڅ اسره نلروبي له دې چې خدای ته وژاړواوله هغه څخه دصبراوزغم غوښتنه وکړو.


صفيې ته وايوچې اوس خودې په خپلوسترګووليدل چي خارجي عسکردهيواداودهيوادوالودښمنان دي نورپه خپل شتون سره دښمن مه تقويه کوه ورکه استعفاء اوخپل دکورنې دغړوزخمونه پټۍ کړه اوهغه څوک چې ته ئي وکيله يي هغه له تاڅخه ملاتړکوې که ته په کورکي يې  اوکه په پارلمان کي.


که ټول چپه خوله اوسئ نو دې حالت ته سترګې په لارسی چې يووخت به ستاسې دبامونوپه سرهم امريکايان دريږي اوددسته بالانارې به درباندي وهې اوبيابه دي  دکورنۍ غړې درته وژنې اوپه دي توربه موتړې چي خارجي عسکرمووژلې دي اوهغه کاربه تاسوهيڅ په تصورکي هم نه وي تيرکړی ځکه خوبياموڅلويښت زره افغانۍ معاش له لاسه ځي زماپه نظرستاسولپاره ښه انتخاب داده چي نوردښمن دښمن وبولې اوپه چلوئي  خطاونه وزئ.

Copyright Larawbar 2007-2024