دپكتياولايت د فرهنګي ټولنو ګډې جرګې خبرتيا

د لراوبر اداره | مې 1st, 2010


ټاكل شوې ده چې د ۱۳۸۹ كال د غوايي دمياشتې په ۲۴ نيټه د جمعې په مباركه ورځ د نښتر دوديزه مېله او دمشاعرې غونډه د پكتياولايت په پلازمينه ګردېز كې جوړه شي ، دپكتيا دفرهنګي ټولنو كډه جرګه دهېواد په ګوټ ګوټ كې تاسو دنښتر مينوالوته په دغه مېله او مشارعره كې په درنښت د ګډون بلنه دركوي .

دفرهنګي ګډې جرګې له خوا مېلمنو او كوربانو شارعرانوته د غزل شپې ترتيبات هم نيول شوي ، دلېرې سيمو شاعران دې په دغه ځانګړې شپه (دغزل شپه ) كې د ګډون له پاره د غوايي دمياشتې په ۲۳ نېټه له غرمې وروسته ګردېزته ځانونه ورسوي!

له كابل څخه تر پكتيا د تلو او راتلو د ترانسپورت لګښـت د جرګې له خوا په پام كې نيول شوې .

په راتلو مو دپكتيا فرهنګي ګډې جرګې ته د مېلمه پالنې وياړ وروبخښئ .

Copyright Larawbar 2007-2024