زابل : ناټو ځواکونو ملکي موټر په نښه کړ
نن د زابل ولايت د جلدک په سيمه کښي يو سراچه ډوله موټر ، چي د کندهار څخه مخ پر زابل روان وو، د ناټو ځواکونو له خوا تر ډزو لاندي ونيول سو چي دوه سپاريان يې ټپيان او درې نور يې دوې ښځي او يو ماشوم دئ، ووژل سول .
د راپورونو له مخي موټرچلوونکي د ناټو د پوځي ځواکونو له ګاډو څخه د واټن نيولو خبرداري ته پر وخت توجه نه وه کړې .
بهرني ځواکونو د هيواد په ګوټ-ګوټ کښي يو زيات شمېر ملکي موټران ددوی له پوځي ګاډو څخه د واټن نه نيولو په تور تر بريد لاندي نيولي دي .