کور / تازه خبرونه / جنرال دوستم د محاصرې په حال کې دى

جنرال دوستم د محاصرې په حال کې دى

د شمال ټلوالې پخوانى غړى او  ازبک ټوپکسالار جنرال عبدالرشيد دوستم د کابل د امنيې قوماندانۍ د پوليس تر محاصره لاندې دى. د کابل امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محمدسالم احساس له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تېره شپه د يوې بجې په شا او خوا کې جنرال دوستم سره له والو کسانو سره  د اکبر باى  پر کور بريد وکړ او د اکبر باى ماشومان او ښځې يې سختې ووهلې او اکبر باى يې له ځان سره يووړ.  د پوليسو پر خبرېدو سره اکبر باى د دوستم  له منگلو په داسې حال کې وژغوره چې سخت ټپي و. ښاغلي احساس زياته کړه چې دوستم سخت نېشه هم و.